خـــــداى خو دې وســـــاته په ګل مه شې زهير جانانه
د يوه سپيځلي خوب تعبير مې يې تعبيـــــــــر جانانه
زړه جنـــــډې چـــې مـــې په تا پسې کږې شوي دي
تــه په دې ښار کــــې د ټولو ښکلو ميـــــــــر جانانه
باڼه دې سم لکه هــــــندوان زما نــــــظرونــــــــه وژني
څنګه دې ګــــــډ شمه د حسن په کشمـــــــير جـانانه ؟
په دې پــوهـــيږې چې ورځ ستا په ارمــــان تيـــريږي ؟
په دې پوهيــــږې چې وم ټوله شپه شوګير جانانه ؟
تا چې د خپل حســـن په ښار کې بادشاهي پيل کړې
ما دې د مينې په تخت نه نيسې وزير جانانه ؟
نن دې د سترګو دوې همزولې باغيچې مړاوې دي
نن دې د شونډو ګلابي رنګ دى تغير جانانه
دومره مې ياد شې چې بې پامه دې په ډک محفل کې
ښکل کړم په زړه پورې دې ونيسم تصوير جانانه
زر يې په لاس کې خاورې کيږي انديښمن ځکه دى
په تا مين خو خاورې کړى خپل تقدير جانانه
يادګيرنه
نوموړې غزل د ( لاخو له خپل ځان نه پردى يمه زه) کتاب نه اخيستل شوى دى