غزل
پرېږدئ ستوري سره لمبه شي يو ټکور څراغ په بل شي
د دې تورو شپو په غېږ کې د يو کور څراغ په بل شي
کرۍ ورځ مو مغرور لمر ته وايي دا چې بس همدومره
اور را پرېږده چې ماښام پرې ستا د خور څراغ په بل شي
ته! زموږ د شهيد وينو ته بس دومره تاثير ورکړې
چې په کور کې يې د کونډي او د ورور څراغ په بل شي
چې را لېږې دا د اوښکو تېل د خاورو په پياله کې
هسې نه وي چې جانانه د پېغور څراغ په بل شي
ته زما د زړه باروتو ته اور مه راوړه وېرېږم
د دې کلي په لېمو کې نه وي تور څراغ په بل شي
د الفاظو له دې ورا سره کوچۍ هم ده راغلې
د غزل ناوې را باسئ چې د شور څراغ په بل شي
11.08.2009
- اريوب
غزل بخــــته ستا د لاســــه بـــــــــې ارزښتـــــه يــــــــم ارزان يمـــــــــه ځـــکه خـــو د ورانو اوربـــلو پـــــــــه څير پريشـــــــــان يمــــــــه تا کـــه مــې ارمــان قتــــل کـــــړ هيــــر دې کـــــــــــړمه ولاړلې زه دې لا همـــغه ليــــونى غــــــــــــــوندې جـــــــــــانان يمـــــــــــه دومـره مې د ژوند ارزښت دى دا مـــې فلســـــفـــه د ژونــــد زه د اوښکــــو څـــاڅـــــــکى يــــــــم راغـلى تر ګــــريوان...
16.08.2009
- اريوب
غـــــــــزل
خـير که شډل خيرکه ساده خيرکه اوزګارســــــــړى دى
چې دى د مينې سړى بيــــــا نو د اعتبــــــــار سړى دى
سړى د کار به د خپـــل ځـــان نه دلــــته نه جــــــــــوړوې
دلـــته د کار ســړى د کار نـــه دى د دار ســــــــــړى دى
نه يې شړۍ سته نه يې هغه سپ...