غزل
بخــــته ستا د لاســــه بـــــــــې ارزښتـــــه يــــــــم ارزان يمـــــــــه
ځـــکه خـــو د ورانو اوربـــلو پـــــــــه څير پريشـــــــــان يمــــــــه
تا کـــه مــې ارمــان قتــــل کـــــړ هيــــر دې کـــــــــــړمه ولاړلې
زه دې لا همـــغه ليــــونى غــــــــــــــوندې جـــــــــــانان يمـــــــــــه
دومـره  مې د ژوند ارزښت دى دا مـــې فلســـــفـــه د ژونــــد
زه د اوښکــــو څـــاڅـــــــکى يــــــــم راغـلى تر ګــــريوان يـمــه
مــا يــــــې پرهـــر تار بانــــــدې زرې ،زرې ځـــــان وويـــــــشه
ستـــــــــا په تـــــــورو زلــفـــو وريــــدلى يـــــــــم بــاران يمـــــــــه
ما تــه خـــــو له خـپله ځـــانه ګــــران يې ګــرانه ګـران يې تــــه
ووايــــــــه چې څـــــــومره درته ګران يمــــه چې ګران يمــــــــــه
څنـــګه بــــه زه ستـــــــا د خپــــلــــولـــو لار پــــــــيدا کړمـــــــــه
زه چــې د ځان خـپـــــــل نه يم او خـپــــله ورک لـــــه ځان يمه
ستـــا د نظــــر ستــــن پســـــې زمـــا د هــــــيلــــو تار ګرځــــي
چـــــرته يـــې جــــانانه د ريښې ګـــريوان په شــــــــــان يمـــــه
خپــــله مـــې د خپـــل ارمـان قاتــــيل تــه زړه ورکـــــړى دى
څـــــومره ليونى يــــم انديـښمن څــــومــــــره نــــــادان يمـــــه