غزل
هر تورى د غزل مې يو سېلاب در سره مل وي
شرنګ شرنګ مې د بنګړو لکه رباب در سره مل وي
يو زړه څو نرۍ اوښکې ستا په لاره ماښام پرېږدم
سهار يو څو سندرې يو ګلاب در سره مل وي
ورځ تېره کړې په لمر کې په شپه راشې زما زړه ته
جانانه څومره غوره انـتخاب در سره مل وي
ښه! پوه شوم يوه پېغله دي له بامه ننداره کړي
دا سر د دښمن ځکه! په رکاب در سره مل وي!
يو څوک لکه پوښتنه ستا و عرش ته ځينه کېږدي
يو څوک بيا لکه حل غوندې ځواب در سره مل وي
زما خاورې ايرې ژوند ستا په لاس دى ورانوه يې
چې څومره دي په وس وي څومره تاب در سره مل وي
غزل
راځم پاتې به نه شم خو شېبه غوندې راځمه
پر شونډو رېږديدلې شان پلمه غوندې راځمه
همزولې مې پرې ايښي ټول تر شا دي لکه ستوري
سپوږمۍ غوندې تنها يکي يوه غوندې راځمه
دا لارې را پسې لکه د سيوري غوندې نه شي
په پل دې پلونه ږدم لکه د غله غوندې راځمه
اې خدايه ته مې ساته د وړو له ړندو کاڼو
په هره يوه څانګه په مېوه غوندې راځمه
يو شور مې دى راوړى ستا د چوپې غېږې غېږ ته
ساحله تر لمنې دې څپه غوندې راځمه
دا ځل که زندۍ نه شوه د رواج په پستو ګوتو
تر تا به يوه چيغه پښتنه غوندې راځمه
شپونکيه! پر شپېلۍ دې نور ليکلي توري وران کړه
کوچۍ له غرو رغو نوې ټپه غوندې راځمه
س = کوچۍ