افغانستان
هرڅه نه منکرشه خو له مانه انکارمه کوه
سترګونه دې ځارشم له رښتيا نه انکارمه کوه
خپل وخت کښې ماهم ټولې نړۍ ته امامت کړی
اوس له دې ضعيف پياوپيشوانه انکارمکوه
زهَ افغانستان که اوس له لاس او پښو لويدلی يم
بيا مې هم دتورې له شرنګا نه انکار مه کوه
څه که نن ازغی يمه اغياره ستا په سترګو کښې
ګل يم دګلاب ته مې ښکلا نه انکارمکوه
ټول پرهرپرهريمه وجودمې څړيکه څړيکه دی
ته اوخدای طبيبه له دوانه انکارمکوه
غزل
اوس يې پريږده غليم به يې خپله په کرار ومني
کږه خوله تل روسته خبره دګزار ومني
ترهغه يې نه منم دسولې اويارۍ خبرې
ترڅوچې زماپه پاکه خاوره زما اختيار ومني
ورليږم نن داغيار درته څوسپين ګيري جرګه
ګوندې پښتوته غاړه کيږدي يوه لار ومني
چې کوم اقرارستاددوستي زما شمله ټيټوي
زما پښتوبه کله دغسې اقرارومني
ليمه ستا په خاطردرکښې درته ښکته شي خو
په دې کافرتندي يې خدايکه دچا پلارومني
زهَ هم لمسی يم دخوشحال داحمدشاه اوميرويس
نړۍ به توره زما مني هم به يې ګزارومني