غـــــــــزل
خـير که شډل خيرکه ساده خيرکه اوزګارســــــــړى دى
چې دى د مينې سړى بيــــــا نو د اعتبــــــــار سړى دى
سړى د کار به د خپـــل ځـــان نه دلــــته نه جــــــــــوړوې
دلـــته د کار ســړى د کار نـــه دى د دار ســــــــــړى دى
نه يې شړۍ سته نه يې هغه سپيڅــــلتوب ښکاريږي
هـــغه د کلي سړى نشته اوس د ښـــــــار ســــــــړى دى
اوس يې له فکرستا ســــــرکش باڼه راتــــاو شـوى دى
هغــــه بې لارې ســړى ګـــــرانه اوس په لار ســــــړى دى
لـه دې نه بل ساده توب څه چــې زړه يې تــا ته درکړو
دا چا ويل چې انديښمن ځاځــى هوښيار ســــــړى دى
16.08.2009
- اريوب
غزل
پرېږدئ ستوري سره لمبه شي يو ټکور څراغ په بل شي
د دې تورو شپو په غېږ کې د يو کور څراغ په بل شي
کرۍ ورځ مو مغرور لمر ته وايي دا چې بس همدومره
اور را پرېږده چې ماښام پرې ستا د خور څراغ په بل شي
ته! زموږ د شهيد وينو ته بس دومره...
16.08.2009
- اريوب
ننګرهاره ياره ! څه درباندې شوي ننګرهاره ياره ! څه درباندې شوي د مرګي په خوب ويده يې او که ړوند يې د پښتون د ننګ شمله په ټيټېدو ده ته خبر ورباندې نه يې او که ړوند يې د ښکېلاک پر وړاندې ستره مبارزه !يوې بلې قربانۍ ته ضرورت دی د خوب وخت نه دی يرغل په وطن شوی بغاوت او سرکشۍ ته ضرورت دی د پرنګ او د اورنګ لښکرې يو شوې ستر عظمت د ګندهارا غواړي چې لوټ کړي په بخدي د تيموريانو واکمني شوه او تاريخ د اوستا غوا...