غــزل

د يــــو چـــا د راتـــلو تنـــده يــو خمـــــــار دى زمــــــا ژوند

بس ارمان ، ارمان ،ارمـــان دى انتــظار دى زمــــا ژوند

يوه اوښـــکه يوه ســـلـــګۍ ده يــوه څړيــــکــه د دردو ده

د ناصور غوندې را غـــاړې يــو پرهــــــار دى زمــا ژوند

بې له درده يې څه را کـــړل بـې له درده پکـــښې څه دي

د دردونـــو په ګــــرداب کـــــې را ايســـــار دى زمـا ژوند

اى سلـــګۍ دې لږ په پــام کړه را ګذار چې ترينه نشــي

لـــکــه اوښـــکه د بــــاڼو په اوږو  بـــــار دى زمـــــا ژوند

زما د مات زړګې په شانې دى ټوټې، ټوټې مات شوى

د ارمــــــــــان د لــــوى کړنـــګه را ګــــــــذار دى زما ژوند

د الله د لــوى مخــلوق سره مـــې مينه پکښــــــــې کــــړې

انديښمــــــنه بــس په دې جــرم پــــه دار دى زمــــــا ژوند