خداى دې نکړي چې دې هير کړم

هير مې نه يې خداى دې نکړي چې دې هيــر کـړم

ځـــان دې هير شــي زما کــه تـه راځينې هــير يــــې

تــــه زمـــــا د ژونــــدانـــــــــه لــــه سپيـــــــــره تـــــــاره

د پروتـــــې په شـــــان ښــــکلـــى را چـــــاپــيــــر يې

٭٭٭٭٭٭٭٭٭

هير مې نه يې خداى دې نکړي چې دې هيـر کـړم

هيـــر مـــې نـــــــــه يې هـــــــر يـــــودم زمـــــا ياديږې

د ايمــــان په شــــان مې زړه کــــې رازرغـــون يـــې

لکه اوښـــکه مـــې په ستــــرګــو کـــــې اوسيــــږې

٭٭٭٭٭٭٭٭٭

هير مې نه يې خداى دې نکړي چــې دې هير کړم

لکـــه وينــــه مـــې پـه ټول وجـــود کـــې خـــــور يې

ته يې زمـــا په هره ســــــاه کــــې شـــامل شـــــــوى

تــــه خـــو زمــا د خامـــوشـــيو ښــکــــلى شــور يې

٭٭٭٭٭٭٭٭٭

هير مې نه يې خداى دې نکړي چې دې هـير کړم

داســــې ولـــې انګـــيرې چــې زمـــا به هــير شــــې

تـــه خـــو زمـــا د ژونــدانه ښـــکـــلى ســــــبا يــــــې

پرون نــــه يـــې چـــې د وخت پـه شانې تـــير شـــې

٭٭٭٭٭٭٭٭٭

څـــه چــــــــې ته زمــــــا بې روخـــي ګڼــــې جــانـانـه

بــــــې روخـــي نــــــــه دردونــکــــې مجـــبـــوري ده

هـــــر قــــــــدم مـــې دې حـــــالاتـــــو ټکــــنى کــــــړو

کــــــش مکــــــش کــې مـــې راګــيـــــره زنـــدګي ده

٭٭٭٭٭٭٭٭٭

ته حســــــــــــينه د وريښمـــــــــينـو د ښـــار ښـــکلې

په دې خـپل ژوندون ازغــن مـې مي پيرزو نـه يې

ته له مينـــــې جــــوړه ښـــکلــې شــــــان نانـــــــځکه

بئئس د کــــرکــــو په وطــــن مـــې پيـــــرزو نــه يې

 ٭٭٭٭٭٭٭٭٭

پـــه خوبونو مــــې ويــــــريــږم چــــې مــات نــه شي

ګـــله ځــــکه لــــــــه حــــالاتو ســــوګند غـــــــــواړم

چــــــــې مـــــــې ته يــــــې زنــدګــــۍ لــــــره راغـــلې

د مــــــرګې په خــــوله کې اوســم خو ژوند غواړم

٭٭٭٭٭٭٭٭٭

زه پـــه خـــــپل ژونــد بـــې بـــــاوره يـــــــم جــــانـانه

خداى دې نه کـــړي يــادول دې را تــــه ګران شـي

هســـې نـــه چـــې مـــې دا تــورې څـــپې وخــــوري

هســـــې نـــه چــې خـــپلول دې را تـــه ګـران شـــــي