چې د ژوند د ستړې ستړې لار منزل سې
دا به کله وي چې دومره زما خپل شې
عجيبه دى ستا دستور د يارنې هم
کله زخم راکوې کله مې مل شې
زه سندره د وريتو شونډو پر سر شوم
ستا ښکلا دې وي نغمه ته دې غزل شې
ته خو تل وعدع ذد مېنې د سپرلي کړې
هسې نه چې د موسم غوندې بدل شې
بيا به پوه شې چې درد څه وي پرهر څه وي
که ميشته مې د زړګي په وران کابل شې
غزل وايه غزل وايه انديښمنه
يوه ورځ به د غزل د څنې ګل شې
يادګيرنه
نوموړې غزل د ( لاخو له خپل ځان نه پردى يمه زه) کتاب نه اخيستل شوى دى
09.08.2009
- اريوب
غزلچې دردونو ددې قام لره آوازشمچې دفکرویښیدوته يې آغاز شمربه توان ددې ملت دخدمت راکړېچې دژوندخوږونغموته يې شابازشمچې زخمونه يې دزړونو پرې رغيږيپروا نلري چې سوزشم او که سازشمچې غليم وينمه سترګې ترينه باسمدوطن په غرو رغونو کښې يو بازشمچی اغيارراځنې څنګ کوي تيريږي په نړۍ کښې چې بس دغسې اندازشمبيا به هله داژوندون لږارزښتناک شيچې نازکو نازوليو ته ټول ناز...
10.08.2009
- اريوب
خداى دې نکړي چې دې هير کړم
هير مې نه يې خداى دې نکړي چې دې هيــر کـړم
ځـــان دې هير شــي زما کــه تـه راځينې هــير يــــې
تــــه زمـــــا د ژونــــدانـــــــــه لــــه سپيـــــــــره تـــــــاره
د پروتـــــې په شـــــان ښــــکلـــى را چـــــاپــيــــر يې
٭٭٭٭٭٭٭٭٭...