غزل

چې دردونو ددې قام لره آوازشم
چې دفکرویښیدوته يې آغاز شم

ربه توان ددې ملت دخدمت راکړې
چې دژوندخوږونغموته يې شابازشم

چې زخمونه يې دزړونو پرې رغيږي
پروا نلري چې سوزشم او که سازشم

چې غليم وينمه سترګې ترينه باسم
دوطن په غرو رغونو کښې يو بازشم

چی اغيارراځنې څنګ کوي تيريږي
په نړۍ کښې چې بس دغسې اندازشم

بيا به هله داژوندون لږارزښتناک شي
چې نازکو نازوليو ته ټول نازشم