غزل

 

تر څو چې تشه ستا د سترګو له نيرنګه نه شي

پاکه به چيرته دا فضا له دغه جنګه نه شي 

ساده جنۍ يم، ماته ډېره مينه مه راکوه

چې د وړې دنيا په تن مې جامه تنګه نه شي

د نيمې شپې ګونګي سندرې! چې رسوا مې نه کړې

چيرته دي ټيټه مناره تر ستورو دنګه نه شي

ظالمه ياره ستا دي وي رټه مې مه هر ځلې

چې مې په تا راغلې مينه ګرانه ړنګه نه شي 

دوى په شملو موږ په پلو کې ورته وليکلې

چا وى د زړه خبرې داسې بې فرهنګه نه شي

هر سندريز تورى دي دود شم مګر وېره دا ده

دا پښتنه خړه کوچۍ درته ملنګه نه شي