رياض تسنيم ته
خبره شوې يمه چې د پښتو ادب ستره هستي ښاغلی رياض تسنيم په مرګونې ناروغی اخته دی زه يې د روغتيا لپاره په هر لمانځه کې الله تعالی ته لاسونه لپه کوم ، الله دې وکړي چې تاسې يې هم په دعاګانو کې ياد وساتئ ، الله تعالی دې ښاغلی تسنيم له ورپېښې ناروغۍ څخه ډېر ژر وژغوري ، الله دې د ښاغلي تسنيم د فکر له رڼا نه پښتو ادب نه بې برخې کوي
سترګې دې مه پټوه
سترګې دې مه پټوه ، سترګې دې پرانستې نيسه
د شعر ډيوه تته ده نور غواړي رڼا غواړي
بلا لفظونه زمونږ مخې ته ګونګي پراته دي
ستا د نظر له کتابونو نه معنا غواړي
د ناروغۍ بلا دې واخلمه ناروغه مه شې
ځان کې همت پيدا که ، ځان کې حوصله پيدا که
داسې په نه خبره زړه مه وهه ، مه پرېوزه
د پريوتو پر وخت په ځان باندې تکيه پيدا که
په داسې وخت کې چې لمبې مې پر وطن بلې دي
تا سر ته کېښوده بالښت، بې غمه خوب کوې
چې د ليلا وطن پرهر شونډو ته هېڅ نه ليکې
په کومو سترګو بيا دعوه د مئېنتوب کوې
د زړه د داغ ډيوه دې بله ساته ،مړه يې نه کړې
د شاه ځلمو سترګې بې اوره ، بې سندرو نه شي
د تخيل د راګ تارونه دې لږ وشرنګوه
چې پښتنه فضا بې شوره ، بې سندرو نه شي
که ملائېکې هم راځي ورسره لاړ نه شې
ګوره د سوات د درد تصوير درنه نيمګړی پاتې
هلته جنت کې به دې خپل روح په عذاب کړي چې
د باجوړ د پېغلو وير درنه نيمګړی پاتې
دا د ملا او د لالا دغه بې ننګه لوبه
د شعر په ژبه تاريخونو ته سپارل غواړي
چې د الله لپاره خلک په جومات کې وژني
دې بې شعورو کې شعور پيدا کول غواړي
لکه (( صابر )) به مو په نيمه لار کې نه پرېږدې
د شعر کاروان تر خپل منزله رسول غواړي
لکه (( سليم )) د مرګ پڼو ته به زړه نه ښه کوې
د هنر لار ده ، په تڼاکو پښو تلل غواړي
ای د غزل د زړه د داغ په شانته ويښ شاعره
پښتون ټبر له درانه خوبه ويښول غواړي
د لراوبر وطن شلېدلی تار په تار ګرېوان
د ګلابونو په وږمو باندې ګنډل غواړي
نو ته راپاڅه او زخمونه په هنر وتړه
توره په ننګ د ملاکنډ او پېښور وتړه
زما د لاس په درلېږلي رومال سر وتړه
د مرګ بلا دې د دښمن د کور په ور وتړه
نبيله غزل ، پېښور