څلوريځه/ پکتيانۍ
څه به راته راکړې څه به درکړمه؟
زړه به راته راکړې زړه به درکړمه
دواړه به احسان پر يو بل واړوو
خوله به راته راکړې خوله به درکړمه.
غزل
اوښکې مې کتار کتار لېمو نه ځي
ژوند کې لکه يوه يوه شپه له شپو نه ځي
شپه دې لکه ګلو کې چې تېره وي
بوی دې د ګلابو له بارخو نه ځي
ژوند نه د ژونديو ښه خبر نه دي
مړي بېرته هسې هديرو نه ځي
وينې څوک په وينو باندې نه مېنځي
زر بېرته په زر لارو له غلو نه ځي
راوله براق چې ترېنه وتښتو
زړه مې لکه شل سړی په پښو نه ځي
غوښتې دې په مينه پکتيانۍ نه يم
رنګ دې له تندي نه په سجدو نه ځي.
٣٠ جولايي ٢٠٠٩ پېښور حيات آباد
غزل:
مه ګوره پالي له پاله وتی دی
ژوند مې نور له خپله حاله وتی دی
تاته مې کتل خدای ته مې نه کتل
نُور مې د رنجو له خاله وتی دی
زور مې ترې د زلفو د جال تېر شولو
دا لکه ماهي له جاله وتی دی
ستا د مينې سوال مې داسې حل کړ چې
ګرانه! له دويمه سواله وتی دی
ته که خدای پاک راکړې نو په دې پوی شه
ژوند مې نور له هر وباله وتی دی
دا سړی يوازې د ځان نه اوري
دا سړی له هر جنجاله وتی دی
خدای خو دی ړنده که پکتيانۍ خورې
څنګه دې اشنا له خياله وتی دی.
٣١ جولايي ٢٠٠٩ پېښور
غزل:
څومره چې ازار وکړم اشنا پسې
زيات مې شي دردونه د زړه لا پسې
زه خوارکۍ تا او خدای ته ګورمه
خلک وړي لمنې په پاچا پسې
ډېر مې په لمنځونو له خدای وغوښتې
ځمه نور زيارت ته په دعا پسې
تاته خدای تياره باندې درکړمه
مړ شولو مجنون عشق کې ليلا پسې
ستا له لوري راشي رانه تېره شي
اچوم لاسونه په هوا پسې
شپه شوه پکتيانۍ د خونړۍ ورځې
اوښکې وې سلګۍ شوې په ژړا پسې