جرګه يا مرکه په پکتيا کې
د جرګې د نوم په اوريدو سره د سړي په ذهن کې د پښتنو د درانه قوم انځورپيدا کيږي ځکه چې جرګه د پښتنو هغه دروند او لرغونى دود دى چې له سلګونو کالونو را په دې خو او که په بل ډول ووايو د پښتنو د تاريخ سره سم تاريخ لري ، چې نسل پر نسل تر دې دمه دا دروند دود د پښتنو له خوا پالل شوى او ارزښت يې په ټولنه کې ساتل شوى دى ، د جرګې پر تاريخ او لرغون توب باندې ډيرې خبرې کيداى شي خو زه بايد دومره ووايم چې په نړۍ کې ډير هيوادونه او ډير قومونه شته ، ډير وګړي ژوند کوي خو په هيڅ يو قوم يا هيڅ يوه هيواد کې هم جرګې ته ورته کوم دود نه ليدل کيږي يوازې پښتانه دي چې سره يو ځاى کيږي ، جرګه کيږي او په خپل چاپيريال کې را پيدا شوې ستونزې په خپله هواروي نو له دې ښکاري چې پښتانه د نورو ټولو قومونو او ټولو وګړو څخه ډير د يوالي او يو موټي توب فکر او روحيه لري ، جرګه د پښتنو هغه دروند دستور دى چې پښتانه يې د لانجو ، ستونزو ، شخړو او قومي اختلافونو پر مهال را غواړي او خپلې ستونزې د همدې لارې يانې د جرګې پر مټ هواروي چې دا په خپله د پښتنو د يو والي او يو موتي توب ښه ثبوت بللى شو کله چې د ټولنې وګړي په يو او بل باور ولري نو د يوه اوبل پريکړه هم په ښه نيت منلاى شي . لکه څنګه چې مو وړاندې وويل جرګه د ټولو پښتنو يوه زوړ ،لرغونى او دروند دستور ، لر او بر ټول پښتا نه يې پيژني چې د ستونزو د هوارولو او د شخړو دله مينځه وړلو لپاره کارول کيږي . جرګه په خپله يو دروند دود او دستور دى خو په خپل ذات کې ډيرنور دودونه هم لري چې په بيلابيلو سيمو کې د سيمو د توپير له مخې توپير پيدا کوي ، له همدې امله زه غواړم په پکتيا کې پر جرګه او د جرګې پر دودونو باندې يو څه خبرې وکړم . پکتيا يوه غرنۍ سيمه ده چې ددې سيمې د استوګنو ډيره برخه پښتانه جوړوي ، پکتيا دجرګو او مرکو وطن بلل کيږي دا ځکه چې جرګه په پکتيا کې يو خاص او ځانګړى ځاى لري او د يوه خاص او دروند دستور په سترګه ورته ليدل کيږي، د نوموړي ولايت استوګن جرګو او مرکو ته ډير ارزښت ورکوي ، خپلې ټولې ستونزې او شخړې د جرګو له لارې هواروي . په هر ډول راځم اصل خبرې ته چې د جرګې په اړه خبرې او د جرګې پر دودونو خبرې کول دي ، جرګه په پکتيا کې د مرکې يا دعوې په نوم هم ياديږي ، په جرګه کې پريکړې قومي مشران ،سپين ږيري او مخور کوي ،لکه څنګه چې مو وويل جرګه په خپل ذات کې ځينې مهم دودونه يا ټکې لري چې مشران او مرکچيان دهمدغو دودونو او مهمو ټکو په مرسته مهمې او درنې پريکړې اوروي ، ددغو دودونو ستوري په لاندنېو ټکو پرمدار څرخي او هغه ټکي دا دي
مر کچيا ن ، و کيل ، خلات ، واک ، ګرو، ددعوه لرونکو خواو ځوابونه ، نرخ يا فيصله
دا هغه څه دي چې يوه جرګه پرې پړاو پر پړاو وړاندې ځي او خپله پريکړه اوروي ددې نومونو سره د ښه پيژندګلوۍ لپاره به مونږ په پورتنيو نومونو اود هغوى پر دندو يو څه خبرې وکړو
مر کچيا ن¬ _ مرکچيان هغه کسان دي چې د دواړو مخالفو لورو له خوا مرکې ته را بلل کيږي او دا مرکچيان هر لورى په خپله خوښه مرکې ته رابولي هغه کس چې په سيمه کې په مرکچي مشهور وي او په ډيرو مرکو کې يې برخه اخستي وي دعوې د يو لوري له خوا را بلل کيږي او بل لورى هم په دې کوښښ کوي چې د خپل سيال لوري د مرکچي په انډول پوه او مشهور مرکچې را وغواړي خو دا مرکچيان په ډاګه د يوه لوري په ګټه هم خبره يا پريکړه نه شي کولاى خو کوښښ کوي چې مرکه يا جرګه د خپل لوري په ګټه تمامه کړي دا ځکه چې که داسې وشول نو مرکچي د مرکې اتل بلل کيږي .
و کيل _ په جرګو کې وکيل ډير کم واقع کيږي دا ځکه چې مرکچيان په هغه وخت کې وکيل مني چې د دعوه لرونکى يوه لورى موجود نه وي او يا هم په نوموړې کورنۍ کې هغه څوک چې کورنۍ پرې حساب کوي موجود نه وي او يا هم د دعوې کوم لورى د خپل سيال ځواب نه شي ويلاى نو په داسې وخت کې وکيل منل کيږي او وکيل د جرګې ټول دودونه په نظر کې نيسي او د هغه لوري ځواب وايي چې نوموړى يې وکيل دى .
خلات _ خلات هم د مرکې يا جرګې يو دود دى خلات دهغو پيسونوم دى چې د دعوې د دواړو لورو څخه مرکچيانو ته ورکول کيږي ،چې مونږ ورته د مرکچيانو فيس هم ويلاى شو خو د خلات په اړه بيلابيل نظرونه موجود دي څوک وايي خلات حرام دى ، څوک بيا وايي چې حرام نه دى خو اخيستل يې هم سم کار نه دى خو ځينې بيا په دې اند دي چې بايد خلات واخيستل شي ددوى په اند په دې کار سره د دعوې دواړه لورې د مالي زيان سره مخ کيږي تر څو په راتلونکي کې له چا سره دا ډول ستونزې را پيدا نکړي او که خلات وا نه خيستل شي نو شونې ده چې د ټولنې يا د سيمې هر يو وګړى به را پورته کيږي او په يو چا به دعوه کوي ، د کلي د خلکو، سپين ږيرو او مخورو وخت به نيسي ، او له بل پلوه د خلات په ورکولو سره د جرګې د پريکړې ضمانت د د مرکچيانو په غاړه کيږي د مثال په ډول که د دعوې کوم لوري د پريکړې څخه ورسته بيا دعوه وکړه چې زما ستونزه نه ده هواره شوې او يا دا پريکړه په دې ډول نه وه شوې او زه يې نه منم نو په داسې حال کې مرکچيان چې خلات يې اخستى دى را غوښتل کيږي او د خپلې کړې پريکړې په اړه رڼا اچوي او په ډاګه کوي چې دوى څه ډول پريکړه کړې وه او کوم لورى په حقه دى ، که بيا هم دا حقه او پر ځاى پريکړه ونه منل شوه نو بيا د مرکچيانو له خو پرې د کبرجن غږ کيږي او دا څرګنده وي چې فلانى د جرګي پريکړه نه مني او کبر کوي بايد وويل شي چې په کليوالې اصطلاح کې کبر سرغړونې،قانون ماتونې او يا هم نا چايزه زوروهلو ته وايي او کبرجن يې ترسره کونکي ته .
واک _ واک په لغوي مانا اخيتار ته وايي او په جرګو (مرکو ) کې واک په دوه ډوله دى چې يو يې خلاص واک دى او بل يې بند واک دى ، د واک ارزښت په يوه جرګه کې دا دى چې مرکچيان تر هغې پورې پريکړه نه کوي او نه يې کولاى شي تر کومه چې د دعوې دواړه لوري جرګې ته واک ورنکړي نو بايد ووايو چې واک د جرګې د پريکړې لپاره يو ډير اړين جز دى . را ځئ په دې هم وپوهيږو چې بند واک او خلاص واک څه ډول وي او څه توپير لري نو په پيل کې خلاص واک
خلاص واک _ په خلاص واک کې د دعوې د دواړو خواوو خوښه او رضايت په پوره ډول په پام کې نيول کيږي او جرګه ورته خپله پريکړه اوروي خو منل او نه منل يې د دعوې د دواړو خوا خوښه ده چې اورول شوې پريکړه مني او کنه ؟ د مرکې په دود دا ډول واکونه د پريکړې د پلي کيدو لپاره بې اعتباره واکونه بلل کيږي چې د دعوې اويا ستونزې په هوارولو کې ډيره مرسته نه شي کولاى .
بند واک _ بند واک چې د مرکې په دود ورته تويه وړى واک هم وايي د دعوې يا ستونزې د هوارولو لپاره ډير اړين او ارزښـت ناکه ښکاري ، په دې ډول واک ورکولو سره د دعوې دواړه خواوې خپل پوره اختيار مرکچيانوته ورکوي او مرکچيان پوره سلاحيت تر لاسه کوي ترڅو خپله پريکړه په جبري ډول واوروي ، نو په داسې حال کې د دعوې دواړه خواوې چې مرکې ته يې بند واک ورکړى اړ دي چې د مرکې پريکړه ومني . د بند واک يوه ځانګړتيا دا هم ده چې د بند واک د اعتباري کولو لپاره مرکه د دعوې د دواړو خواوو څخه ګرو اخلي تر څو د پريکړې د منلو څخه سر غړونه ونشي . ګرو _ لکه څنګه چې مو وړاندې هم يادونه وکړه ګرو د جرګې د پريکړې څڅه د نه سرغړونې لپاره اخيستل کيږي او بايد دا هم ووايم چې ګرو يوازې په بند واک يا تويه وړي واک کې اخيستل کيږي او د ګرو د اخيستلو څخه ورسته ګرو د جرګې څخه وتلي دريم شخص هغه چا ته چې جرګې ته اعتباري وي ورکول کيږي او دا شخص هم مرکه په ګوته کوي چې چا ته بايد ګرو د ساتلو لپاره ورکړل شي او که د دعوې کوم لوري د پريکړې څخه سرغړونه وکړه نوهغه ګروچې مرکې ته يې ورکړى دى له لاسه ورکوي په داسې حال کې چې کوم لورى د مرکې ګرو وبايلي نو ګرو بيا د مرکچيانو حق دى چې څه پرې کوي ځان ته يې ږدي ، که چا ته يې ورکوي او که خرڅوي يې . بايد ووايو چې په ګرو کې د معمول په ډول نقدې پيسې او د اوږې ټوپک اخيستل کيږي او هره مرکه يا مرکچيان کوښښ کوي چې دروند يانې قيمتي ګرو واخلي تر څو د دعوه لرونکو دواړه خواوې له پريکړې سرغړونه ونه شي کولاى د ګرو د څومره والي او څرنګوالي په اړه هم مرکه پريکړه کوي .
د دعوه لرونکو خواو ځوابونه _ په جرګه کې د معمول په دول ددواړو خواو د ځوابونو پربنسټ مرکچيان پريکړه کوي نو په داسې حال کې د دعوې د واړه خواوې کوښښ کوي داسې ځوابونه ووايې چې مقابل لورى پړ يا ملامت کړي مرکچيان د دواړو لورو ځوابونه اوروي ،څيړي يې ، قضاوت پرې کوي چې څوک څومره سم ځواب وايي او څوک په خپلو خبرو کې نا حقه دى او له هغه ورسته د مرکچيانو تر مينځ مشوره کيږي او دا ځوابونه په ګډه سره څيړي او د پريکړې لپاره لارې چارې ګوري يانې داسې يوه پريکړه لټوي چې دواړه لوري پرې سلا شي او ستونزه هواره شي
نرخ يا پريکړه _ نرخ يا پريکړه د جرګې ورستى پراوو دى پريکړه خو مونږ ټول پيژنو خو د نرخ په اړه بايد يو څه خبرې وشي ، نرخ هغې پريکړې ته وايي چې په سيمه کې منل شوې وي او لرغونتوب ولري په دې مانا چې کوم وخت کومې مرکې يوه پريکړه کړې او يوه ستونزې يې پرې هواره کړې ده نو دا پريکړه خلکو ته هم د منلو وړ ګرځيدلې ده او دو خت په تيريدو سره بيا ، بيا تکرار شوې او ورته ستونزې پرې هوارې شوي دي نو دا پريکړه په سيمه کې د نرخ په نوم مشهوره ده په دې مينځ کې که ډير کالونه ورسته هم ورته ستونزه پيدا شي د سيمې خلک او مرکچيان د ستونزې د هوارولو لپاره همداسې پريکړه وکړي او يا هم همغه پريکړه وکړي نو د مرکې په دود نرخ يې ويلى دى . لنډه دا هغه پريکړې چې دسيمې د مخورو او سپين ږيرو له خوا ابلاغ شوي وي او په سيمه کې دود شوې وي هغې پريکړې ته نرخ وايي او د نرخ په اړه بايد ووايم چې که څوک له نرخ څخه سرغونه وکړي نو د مرکې په دود يې لوى جرم کړى دى او ټوله پړه يې په غاړه لويږي او تر څنګ يې د سيمې خلک هم په ښه سترګه نه ورته ګوري او وايي چې فلانى له نرخ څخه وتلې سړى دى
څيړونکى او ليکوال : اند يښمن ځاځى