له مــــــکره ډکه خواخــــــوږي نن يؤ په دوه ژړيږي
لکه قــــــــاتل چي د مقتــــــــول پر جنـــــا زه ژړيږي
ظاهر پرستــــــــه د باطن و نــور ته نه سي ورتلای
تر څو شمعـه نه سي په سوز چي ټوله شپه ژړيږي
يواځي زه نه يم وران کوره په ســـوزمن حالت کي
ستا پر ناخـــــــــــوالو د زمـــــــان هره لحظه ژړيږي
د ژوند پر مېنــــــــه سوم له داسي مشغلا سره مخ
تنهــــــــــا شېبـــــــو ته مي د تللي يار کيسه ژړيږي
تعبير يې څـــــــــــه دی د عـــــــــــــادل شاعرانه قلمه
د زړۀ پر غــــــــولي مي د حسن فريشته ژيړيږي