شپه غوندې په شپه راته په قهر شوې چې چپ شه
روح غوندې بې زړه راته په قهر شوې چې چپ شه
ما خو بيان کړى يو ارمان لا پوره نه و
ولې ته په څه راته په قهر شوې چې چپ شه
زه د لېونو له درانه ښاره راوتلې وم
ته د هوښيار زړه راته په قهر شوې چې چپ شه
ما غوښتل چې تکي توري شپې مو کړم زريني
ته لکه تياره راته په قهر شوې چې چپ شه
ما خو د زړه درد دا ځلي غوښتى و له خولې نه
عين لکه لېمه راته په قهر شوې چې چپ شه
ما روښان تندي منلې وه ستاسو حجرو ته
ته لکه ايينه راته په قهر شوې چې چپ شه
لاړه کوچۍ بيرته د خپل زړه په لورې لاړه
ښه وشوه چې ښه راته په قهر شوې چې چپ شه
26.07.2009
- اريوب
له مــــــکره ډکه خواخــــــوږي نن يؤ په دوه ژړيږي
لکه قــــــــاتل چي د مقتــــــــول پر جنـــــا زه ژړيږي
ظاهر پرستــــــــه د باطن و نــور ته نه سي ورتلای
تر څو شمعـه نه سي په سوز چي ټوله شپه ژړيږي
يواځي زه نه يم وران کوره په ســـوزمن حالت کي
ستا پر ناخـــــــــــوالو د زمـــــــان هره لحظه ژړيږي
د ژوند پر...
27.07.2009
- اريوب
دسحر فرهنګي يون په دفتر
کې د کره کتنې د غونډې راپور
د روان ١٣٨٨ لمريز کال د د چنګاښ د مياشتې په ٢٦ نيټه چې د جمعې له مبارکې ورځې سره سمون خوري د سحر د فرهنګي يون په دفتر کې د کره کتنې غوڼده وشوه چې دا غونډه د سحر فرهنګي يون له خوا جوړه شوې وه چې د غونډې مشري اقبال ديار کوله او مشر ميلمه يې انديښمن ځاځى په ګوته شوى وو او د وياندويې چارې د امان الله منګل له خوا پر مخ وړل کيدې...