غـــــــزل
ته خو وايې سم را ګورې خو ادا ور سره نه وي
زه به دواړې سترګې داغ کړم چې حيا ور سره نه وي
زړه مې غواړي چې قران غوندې يې زړه ته را نژدې کړم
څوک چې ليک غوندې غېږي او ريا ور سره نه وي
نه پوهېږم لويه خدايه د چا سترګې را پسې شوې
اختر راشي پر دې سيمه خو خندا ور سره نه وي
دلته هر ستورى د شپې د تن له پاسه يو پرهر وي
دلته هره ورځ چې لمر خېژي ړنا ور سره نه وي
اوس يې نه رسي لاسونه زما خواره واره اوربل ته
باد چې راشي ستا له لورې لکه سا ور سره نه وي
تا چې وچي کړې خاونده د کوچۍ د سترګو اوښکې
اوس چې څوک سندره وايي نو ژړا ور سره نه وي
سميرا کوچۍ
21.07.2009
- اريوب
غزل چې زخمونه اوريدله له اسمانه يوه شپهته ويده وي او زه ويښه وم جانانه يوه شپهپه مينه کې همدومره حيا پاله پښتنه ومنه مې ستورې په راز پوه شوه او نه ګرانه يوه شپهدا ستورې ټول پيکه وه پاس پر عرش ړنا خوره وهخداى ايستلې په قدرت وه له زمانه يوه شپهدې خپلو تړمو اوښکو ته په دې يمه حيرانهچې يې لار غلطه نه کړه تر ګرېوانه يوه شپهپه لمر پسې له کوره کوم ښاغلې چې وه تللېسر پر سر څ...
26.07.2009
- اريوب
څومره دې خوږ دى ښکلى نوم جانانه
څومره په زړونو باندې ښه لګېږي
زموږ د زړه د باغ پر هر ګلبوټي
لکه سپرلى لکه اوبه لګېږي
موږ تشې سترګې يو نظر مو نشته
موږ ته چې کله دا احساس راکوي
چې په رڼو سترګو جها...