غزل

چې زخمونه اوريدله له اسمانه يوه شپه
ته ويده وي او زه ويښه وم جانانه يوه شپه

په مينه کې همدومره حيا پاله پښتنه وم
نه مې ستورې په راز پوه شوه او نه ګرانه يوه شپه

دا ستورې ټول پيکه وه پاس پر عرش ړنا خوره وه
خداى ايستلې په قدرت وه له زمانه يوه شپه

دې خپلو تړمو اوښکو ته په دې يمه حيرانه
چې يې لار غلطه نه کړه تر ګرېوانه يوه شپه

په لمر پسې له کوره کوم ښاغلې چې وه تللې
سر پر سر څو ځلې ورک شوه له کاروانه يوه شپه

دې دښتې تنها ستا د لمن څوکي وړي نه دي
دلته هم يوه کوچۍ وه سرګردانه يوه شپه

غزل

دا لمر وي ستا په لاس کې دا هلال وي ستا په لاس کې
چې ګورمه د ستورو ډک دسمال وي ستا په لاس کې

سپرلې غوندي چې راشو اوښکي يوسو په لېمو کې
هر وخت دلته جانانه ته وا کال وي ستا په لاس کې

دا ټولې پلوشې که سره غونډې شي ذره شي
هر لورى چې تعقيب کړو دغه خال وي ستا په لاس کې

د شپو له لړمانه څخه چې هره نغمه پاڅي
هر سور يې ستا په لاس وي هم يې تال وي ستا په لاس کې

دښمن ته بلا ډېر زخمونه واړوې مګر خو
نه توره در سره وي او نه ډال وي ستا په لاس کې

چې لاس دي بې غميو شي يو څنډ ور لره ورکړې
زموږ د مرغلرو اوښکو ټال وي ستا په لاس کې

هرڅوک درته غوږ غوږ وي هر غاټول هم درته څک وي
کوچۍ تاندي سندرې هر مهال وي ستا په لاس کې