د روان ١٣٨٨ کال د چنګاښ مياشتې په ١٩ نيټه د جمعې په مبارکه ورځ د ماسپښين په ٢ بجو د پکتيا فرهنګي ټولنې د کره کتنې غونډه د استاد ګل کريم سحر په نوښت د سحر فرهنګي يون په دفتر کې تر سره شوه
د غونډې مشر نجيب الله شاکري او د غونډي مشر ميلمه سردارولي تيروال په ګوته شوي وو او د نوموړې غونډې د وياندويې چارې سناتور جواد پر مخ وړلې او د راپور ليکولو چارې يې د امان الله منګل په غاړه وي .
نوموړې غونډه د قاري محمد رفيق ميران له خوا د قران العظيم الشان د څو اياتو په تلاوت سره پيل شوه، ورپسې د تيرې اونۍ د غونډې راپور د امان الله منګل له خواولوستل شو او په نوموړي راپور د ګډونوالو لخوا خبرې وشوې چې امان الله منګل ته د ګډونوالو له خوا بيلابيلې مشورې او وړانديزونه وشول او همدا ډول د راپور ليکنې په برخه کې ورته لاښونې وشوې
ددې لنډ بحث نه ورسته د وعدې سره سم دايمل منګل غزل کره کتنې ته وړاندې شو چې په لاندې ډول پيل شو
ډير څوښ يم له رڼا نه متاثر دى
دا چې زړه مې له يو چا نه متاثر دى
ددې بيت په اړه خوږمن ځاځى په دې اند وو چې که د مصريو ځايونه بدل شي نو دې بيت کې به نوره ښکلا هم پيدا شي او روان به هم شي چې ورسره نورو ګډونوالو هم دا خبره ومنله او د يوه لنډ پحث نه ورسته بيت د يو څه سمون په راوستلو ومنل شو او دوهم بيت کره کتنې ته وړاندې شو
څه د عشق په تعريفونو پسې ګرځې
عشق ښکلا ده له ښکلا نه متاثر دى
بيت د ګډونوالو له خوا وستايل شو خو خوږمن ځاځي د استاد پکتين نه پوښتنه وکړه چې په دوهم نيم بيتي کې ليکل شوي عشق ښکلا ده يانې د (ده) ضمير کارولى شوى دى نو دا ضمير کومې کلمې ته کارول شوى دى ؟ عشق ته ؟ که ښکلا ته ؟
پکتين وويل زه په دې برخه کې کوم علمي او قانع کونکى دليل نه لرم خو ستونزه پکښې ليدل کيږي
انديښمن ځاځى هم په همدې اند وو چې نوموړى بيت ستونزه لري هغه ويل چې د جملې په پيل کې مذکر نوم راغلى چې عشق دى او ورپسې صفت چى ښکلاده او يو مونث نوم دى ، زه فکر کوم چې بايد دا ضمير دې په اسم پورې تړاوو پيدا کړي او د (ده) پر ځاى دې د( دى ) ضمير وکارول شي خوږمن ويل زه هم په همدې نظر يم چې دا ضمير دې د( ده) نه پر (دى) واوړي ورپسې د همدې بيت او همدې ستونزې په اړه انديښمن ځاځي خبرې پيل کړې او ويې ويل ګورئ مونږ د ګرامر له پلوه غني ګرامر لرو خو دا ډول ستونزې ډيرې ليدل کيږي زه داسې نه وايم چې څوک په قصدي ډول او يا هم د نه پوهيدو په صورت کې دا ستونزې راولاړوي خو دا به ووايم چې پښتو ژبه يوه ډيره پراخه ژبه ده نو ځکه دا ډول ګرامري ستونزې کله ، کله پيدا کيږي او ددې ستونزې په اړه چې نوموړي بيت کې ده زه داسې نظر لرم چې هر وخت صفت د موصوف تابع دى ، لکه مونږ وايو( مڼې خوږې دي) او که همدا خبره د يوه مذکر نوم لپاره راواخلو بيا نو خوږې نه وايو لکه ( شات خواږه دي ) نو زه فکر کوم چې اساسي ستونزه دا ده چې د عشق لپاره صفت سم نه دى راوړل شوى يانې موصوف مذکر نوم دى او صفت مونث نوم دا دواړه ستونزه راولاړوي د همدې سره پکتين د انديښمن خبره تاييد کړه او ويې ويل دا سمه خبره ده ستونزه اوس را پيدا شوه زه دا خبره په پوره ډول منم او يو څو دلايل يې هم وويل چې د همدې سره خوږمن ځاځى نوموړې ستونزه په بيت کې سمه کړه هغه وړانديز وکړ چې په دوهم نيم بيتي کې د ښکلا کليمه دوه واره راغلې ده که دا يو واريې په ښايست واوړي نو هم به بيت سم شي او هم به د تکرار مخه ونيول شي او بيت په دې ډول اصلاح شو
څه د عشق په تعريفونو پسې ګرځې
عشق ښايست دى له ښکلا نه متاثر دى
او د همدې سره د غزل دريم بيت ته وار ورکړل شو چې ولوستل شي
دا دروغ دي چې د ګل ښايست پوره دى
دا رښتيا دي چې له تا نه متاثر دى
خوږمن ځاځي نوموړى بيت ډير وستايه او ويې ويل د مبالغې نه ډک بيت دى او په دې بيت کې د جانان ښکلا ډيره ښه انځور شوې ده او د خپلې مينې سپيڅلتيا يې هم ډيره ښه ښکاره کړې ده د خوږمن د خبرې په تاييد سناتور جواد هم دا بيت وستايه او هغه لنډۍ يې د خپلې خبرې او ددې بيت د ښکلا د ښکاره کولو لپاره ولوسته چې وايې
په باغ کې مه ګرځه دلبره
ګلان شرميږي مخ پر پاڼو پټوينه
په نوموړي بيت باندې نورې خبرې هم وشوې خو انديښمن ځاځي وويل دابيت رښتيا هم ښکلى دى په دې بيت کې يوه سپيڅلتيا ښکاري زه په دې اند يم ، کوم بيت چې پر چا الهام شي يانې پرې راووري نو هغه بيت همداسې ښکلى وي تاسو وګورئ په دې بيت کې شاعر د خپل جانان ښکلا څومره لوړه ګڼلې ده او خپله مينه يې په څومره ښه انداز ښکاره کړې ده
سخت بې خوبه وي او سترګي يې هم سرې وي
ډير وخت کيږي چې له ما نه متاثر دى
دا د غزل څلورم بيت وو چې کره کتنې ته وړاندې شو بيت د لوستلو نه ورسته ټولو ته ګونګ ښاره شو يوازېنى کس انديښمن ځاځى وو چې يو څه يې پرې رڼا واچوله هغه وويل : زما په نظر د بيت مانا روښانه ده او کومه ګونگه موضوع پکښې نه شته ځکه چې شاعر کوښښ کړى دى هغه حقيقت چې دى ورسره پس له ډيره وخته مخامخ شوى دى ښکاره کړي يانې وړاندې به يوازې شاعر بې خوبه وو او سترګې به يې سرې وې او درد به يې درلودو د لريوالي او يوازې توب په ارمان سره به يې ژوند کاوه خو اوس دى متوجعه شوى دى چې د چا سره چې دى مينه لري او تر دې دمه بې پروا وو هغه هم دده په شان بې خوبه وي او سترګې يې سرې وي يانې مين پوه شوى دى چې مينه يې د کاميابۍ په لور روانه ده او په خپل زغم يې د خپل مين په زړه کې خپله مينه ځاى کړې ده خو بيا هم د غوڼدې برخوالو ټينګار درلود چې د بيت شاعر ته دې وار ورکړل شي چې هغه په دې اړه څه وايې
ايمل هم د انديښمن ځاځي هغه خبره ومنله او ويې ويل چې سم همداسې لکه انديښمن صيب چې وويل زما هدف هم همدا دى
نو پکتين وويل بيا چې داسې ده بيت ډير ښکلى دى خو د سخت پر ځاى دې د ډير کليمه وکارول شي
خو خوږمن ځاځي بيا د خپل نظر په رڼا کې په نوموړي بيت کې په دې دليل بدلون راوستو چې يو خو به بيت ښکلى شي او له بل پلوه به شاعر خپل مين ته خپله سپيڅلې مينه او صداقت پر ګوته کړاى شي
بدلون په دې ډول وو
د سپيڅلي محبت په زور مې مات کړ
ډير وخت کيږي چې له ما نه متاثر دى
که څه هم چې انديښمن ويل په دې بدلون سره د بيت هغه طبعي ښکلا له مينځه ځي او هغه موسيقي چې پکښې غير اررادي پيدا شوي هغه ختميږي خو بيا هم خوږمن په خپله خبره تينګار کاوه او د همدې سره بيت د شاعر خپل نظر ته ياته شو ، او بل بيت ته يې وار وکړ تر څو کره کتنې ته وړاندې شي
په ايمل باندې خندا هم ډير اثر کړي
خو تر ډيره له ژړا نه متاثر دى
په بيت کې د شاعر د نوم د راوستولو نه داسې ښکاري چې دا د غزل مقطع وه چې کره کتنې ته وړاندې شوه په پيل کې خوږمن ځاځي پرې خبرې وکړې او يې ويل په دې بيت کې هم د ډير کليمه تکرار شوې که په بيت کې کې د يو ډير پر ځاى زيات وکارول شي نو ښه به وي ځکه چې په بيت کې به د تکرار مخه ونيول شي خو انديښمن ځاځى بيا د خوږمن ځاځي له نظر سره مخالف وو او ويل يې تکرار دومره لويه خبره نه ده او مونږ بيا د کليمو په تکرار داسې کلکه پابندي هم نه شو لګولاى ځکه کله کله همدا تکرار په شعر کې د موسيقۍ د پيدا کيدو او د ښکلا د پيدا کيدو منبع هم کيږي ، او ددې بدلون سره چې وايي په دې بيت کې دې د يوه ډير پر ځاى زيات راشي زه نه يم همغږى دا ځکه چې زيات د پښتو ژبې کليمه نه ده نو ددې لپاره زه وايم چې دا بيت په همدې ډول ښه دى
د همدې سره په نوموړي بيت کره کتنه پاى ته ورسيده خو په ورستو شيبو کې انديښمن په ټوليزه توګه نوموړى غزل وستايه او ويې ويل په دې خبره دې شاعر زړه نه ماتوي چې په شعر کې يې نيګړتياوې په ګوته شوې ،. دا په دې لپاره دومره ستونزې او نيګړتياوې خو د لويو لويو شاعرانو په شعرونو کې هم تر سترګو کيږي او زه دا غزل ستايم او شاعر ته يې بريا غواړم
د انديښمن ځاځي د همدې خبرو په پاى ايمل منګل ته وارو ورکړل شو تر څو د خپل غزل او د ګډونوالو پر نيوکو خپل نظر څرګند کړي ايمل له ټولو مننه وکړه او ويې ويل زه به کوښښ وکړم تر څو په راتلونکي کې هغه نيمګړتياوې اصلاح کړم چې تاسو راته په ګوته کړې
د همدې سره مشاعرې ته وار ورکړل شو او هر يو خوږمن ځاځي ، نجيب الله شاکري ، محمد رفيق ميران ، شفيق الله دانشور، سيد احمد شيرزي ، بغلان مسلم يار ،شاهد خان تنها ، انديښمن ځاځي ، يارمحمد پکتين ، سردارولي تيروال ثمراليدن خيرخوا ، سناتور جواد، زمري کامران او نورو شاعرانو د خپلو شعرونو په لوستلو ښکلې کړه
د غونډې په پاى کې د غوندې مشر او مشر ميلمه هر يو نجيب الله شاکري او سردار ولي تيروال په خپل وار سره د غونډې په اړه خبرې وکړي او دا غونډه يې وستايله شاکري وويل : دا ډول غونډې ډيرې ګټورې دي او مونږ هيله لرو چې دا غونډې زمونږ په سيمه کې نورې هم غښتلې شي او ددې تر څنګ يې له مشرانو غوښتنه وکړه چې د ځوانو شاعرانو په غزلونو دې ډيرې کلکې نيوکې نه کوي چې خداى مکړه زړه ماتي نه شي ، بايد دا ځوانان وهڅول شي او ګټور وړانديزونه ورته وشي ، ورپسې سردار ولي تيروال د خبرو وار واخيست او ويې ويل : زه خوښ يم چې په دې غونډه کې برخه لرم او ددې خوشحالۍ لامل مې هم دا دى چې زمونږ د ولايت پياوړي اليکوالان او خوږ ژبي شاعران هر يو انديښمن ځاځى او خوږمن ځاځى په دې غونډه کې برخه لري او مونږ بايد له داسې غوڼدې او دې ته ورته نورو هغه غونډو نه چې زمونږ مشران پکښې برخه اخلي ګټه پورته کړو او يو څه بايد ترې زده کړو
د همدې خبرو د پاى سره انديښمن ځاځي ته وار ورکړل شو تر څو غونډه و ارزوي هغه وويل
دا يو نيک او پر ځاى ګام وو چې د پکتيا فرهنګيانو پورته کړ تر يو ځايه خو زه ورسره وم خو دا دى اوس دې ته اړتيا نه شته چې کوم څوک دې د پکتيا فرهنګيان دې ته وهڅوي تر څو کومه غونډه جوړه کړي بلکه خپله راټوليږي او خپلې اونيزې غونډې تر سره کوي زه ددې بريا مبارکي ټولو هغه کسانو ته چې په دې برخه کې يې زيار استلى وايم ددې تر څنګ وړانديز لرم وړانديز نه بکلې يوه هيله او غوښتنه ده چې زه يې د پکتيا د ځوانو شاعرانو نه لرم او ددې لامل دا دى چى په دې ورستو کې زه دې ته متوجع شوى يم چې هغه ناروغي چې په نورو سيمو کې وه هغه اوس پکتيا ته هم رارسيدلې ده او هغه د شعاري شعرونو ويروس دى چې په دې ورسيتو کې د پکتيا په ځوانو شاعرانو کې تر سترګو کيږي نو له دې کبله زه هيله کوم او غوښتنه لرم چې له دې ويروس نه ځان وساتئ ، که غواړى چې تل پاتى شعر ووياست اوشعر مو تر ډيره ژوندى ووسي نو د هنر په چوکات کې شعر وليکئ ، ځکه دا ډول شعرونه ډير لږ عمر لري د ټاکلي وخت په تيريدو له مينځه ځي ، نه يوازې دا چې دا ډول شعرونه زر له مينځه ځي بل زيان هم لري ، هغه دا چې په ځوانو شاعرانو کې د تخيول قوه له مينځه وړي د نوښت او شهکارکولو لپاره لارې بندوي ، او ځوان شاعر ددې پر ځاى چې پرمختګ وکړي له هنر ، خيال ، په شعر کې د موسيقۍ ، انځور ، او دې ته ورته نورو برخو کې شاته پاته کيږي نو ددې کبله زما غوښتنه دا ده چې ټول د هنر په چوکات کې هم خپل ذوق خړوب کړئ او هم خپل رسالت ادا کړئ .
د انديښمن ځاځي دا خبرې د ټولو ګډونوالو له خوا په غور واوريدل شوې اود خبرو د خلاصيدو سره غونډې ته هم د پاى ټکى کيښودل شو خو دا پريکړه وشوه چې په راتلونکې غونډه کې به د رفيق ميران په غزل کره کتنه کيږي
د همدې سره مازديګر مهال غونډه د دوعا يې په لوستلو پاى ته ورسيده