لکه ماته اينه پيغله

پلار مې خان د کلي دى بيخي لويه حجره لري
سره شړۍ په ولو لري ښه جګه شمله لره
ښه زين کړى اس لري او ښه توره تيره لره
ټول کلى يې حکم مني څومره دبدبه لري

پلار مې د غرورپه نيلي سپور و ځان يې نه ليدو
دنګ و په خپل ځان کې مقابل انسان يې نه ليدو
نيغ به يې اسمان ته کتل ټيټ جهان يې نه ليدو
پوره غره په ځان و خو د لوى خداى شان يې نه ليدو

پاڅيدو په نه خبره خرپ سړى يې ووژه
اور شو د غضب ته وا هوسۍ بچى يې ووژه
خدايزده چې د چا د قسمت شين بنګړى يې ووژه
قتل سره جوخت د يوه ژوند سپرلى يې ووژه

تيرې اوه ورځې نه وې لربر خانان جمع شول
ښې سترې حجرې ته بډاګان او ځوانان جمع شول
سپين پټکي په سر و طالبان ملايان جمع شول
غبرګ غويان حلال شول ولسي ملکان جمع شول

جوړې ننوتې شوې جرګې چې تړون وغوښتو
قتل او په بدو يې د ښو پيوستون وغوښتو
زه يې په ژړا ورکړم له ما يې سکون وغوښتو
زما د روح په مرګ يې زما پلار ته ژوندون وغوښتو

زما انساني حق زما د پلار دغو کړو وړو يوړو
خوږ نعمت ارام د ژوند ، لمبو يوړو لمبو يوړو
شرنګ مې د ځوانۍ د غم خنجر د غم چاړو يوړو
ها ګلابي رنګ مې زيړ په رنځ شو انديښنو يوړو

زه د ژوند په پښو کې لکه ماته اينه پيغله
زه د زمانو درد په خټو کې پراته پيغله
زه له خندا لرې په ژړا وير کې راشنه پيغله
زه د بد رواج غشو خوړلې پښتنه پيغله

سيدجيلاني جلان