چــــې په وعدو دې هم جــــانــــانــــه اعتبــــار نه لرم
لار د راتلــــو به دې څـــــارم چـــــې بلـــــه لار نــــه لرم
کــــــار مې همدا دى چـــــې د يار د يــاد پالنـــه کوم
دا چــــا ويل چـــــې زه اوزګــــاره يـــم او کـــار نه لرم
د زړه د څيــــرې ګـــريــــــوانه ګنـــــډل پر تا دې يـاره
د باڼـــــو ستــــــن نه لـــــرم زه د هيـــــــلو تـــــار نـه لرم
ياره بيلتون دې هم د دار له مــرګه کـــم څـــه نــه دى
وخت مې دې هم په دار کــړي زه له داره ډار نــه لرم
چې ستا په تور ومرم او ته زمــا په قــدر پــوه شــې
له تـــــا نــــــه کلــــه هــــم زه داســــې انتـــظار نـــه لرم
اوس خو به خود رانه په وچو شونډو مري سندرې
چې ګلـــــورين مــــازديګـــــرى او شين چـنار نه لرم
په دې پوهيږم تــا مې يـــاد په بــــاد سپــــارلى ياره
خو انديښمــــــــن لـــــــيونى بــــــې له تــا قرار نه لرم