غزل

دا چــې مدام د خپــل ارمـــان د غـــره پر ســـر پاتې يم

ځکــــه ستـــــړى د ژونـــدون لــــه دې سفـــر پــــاتې يم

لکــــه انځـــــور چــــې د تکميــــل تــــر پــړاو ونه رسي

داسې نيمګـــــړى د قـــدرت لــــه انځــورګر پــاتې يم

نورمـــې ددغـــه زړه چــــاودون توان دى بايلــلى ياره

نه دلــــداري کــــولاى شــــم او نــــه دلبـــر پـــاتـــــې يم

بس د ژونــدون لـه دې بـــازاره مې داســـود وړى دى

چې هميشــــه د شــــنو خـــالـــونــو ســوداګر پاتې يـم

ورځ د بيلتـــون راځيـــنې ورځ د ژونــدانه اخيستــې

يو څو شيــــبې ژوندى په څيـــر د مازديګــر پاتې يـم

ته مې د مينـــــې له پيغوره خــــلاصيـــــدلى نـــه شـې

لکــــه دانې دانــــې لونګ دې په ټټــــر پـــــاتــــــــې يم

دا به مې زور وو د هنــــر چــــې د وخت دې غبـــار کې

لا هـــــم ښــــــــکاريږمــــــــه ځليـــــــږم منـــــــور پاتې يم

اوس مې هم سترګو کې يــوڅوک د ميــنې راز لټوي

واه انديښمنــــــــه لکه اوس هـــــــم جادوګــر پاتې يم