د کره کتنې د غونډې راپور
د ١٣٨٨ لمريز کال د غبرګولي په ٢٩ نيټه د سحر په فرهنګي يون کې د کره کتنې او مشاعرې غونډه جوړه شوه ، ددې غونډې د وياندويې چارې ايمل تر سره کولې ، د کره کتنې دا غونډه د قاري صاحب محمد رفيق ميران له خوا د قرانکريم د څو اياتونو په لوستو سره پيل شوه او سيد احمد شيرزي غزل کره کتنې ته وړاندې شو ، د نوموړي غزل مطله داسې پيل شوه
هيڅ نه لرم چراغ ته زه اړتيا په توره شپه کې
چې ناست يمه جانانه ستا تر خوا په توره شپه کې
لومړۍ کس چې په نوموړي بيت يې خپل نظر څرګند کړ نجيب الله شاکري وو نوموړي وويل په نوموړي بيت کې کې چراغ ليکل شوى چې دا بايد په څراغ باندې واوړي دا ځکه چې څراغ د پښتو کليمه ده ، خو يونس تنوير بيا ويل چې د څراغ نه زه رڼا مناسبه ګڼم خو عبدالهادي حماس بيا ويل چې د څراغ کليمه پر ځاى راغلې ده او ډيره ښه راغلې ده ځکه چې څراغ په معمول مطابق په تيارو کې د رڼا د پيدا کولو لپاره بليږي ، ميران هم د عبدالهادي حماس خبره ومنله او زياته يې کړه که څراغ نه وي نو رڼا نه شته او ور پسې ټولو ګډونوالو نوموړى بيت وستايه او دوهم بيت ته غوږ شول
خالقه چېر زمونږ تر مينځه کرکه چا راولې
خاونده ورته راولې بلا په توره شپه کې
دا د نوموړي غزل دوهم بيت وو او په پيل کې حماس د نومړي بيت په اړه وويل چې په نوموړي بيت کې د خالق او خاوند نومونه راغلي دي چې دواړه يوه مانا لري او ښـه به وي چې ددې تکرار مخنيوى وشي ميران يې هخبره ونيوله او يل يې په ځاى خبره ده دواړه د خداى نومونه دي خو صفتونه يې بيل بيل دي خالق پيدا کونکي او خاوند څيښتن يا سرپرست ته وايي خو سردارولي تيره وال بيا په دوهم نيم بيتي کې د بدلون غوښتنه کوله او يل يې چې که داسې وويل شي چې (همه واړو ته راولې بلا په توره شپه کې) نو ښه به وي خو تنوير بيا د حماس خبره منله او بيت په خپل حال د شاعر نظر ته پاته شو ګډونوالو د دريم بيت د اورولو غوښتنه وکړه
دا څه بدبختي راغلله زمونږ په افغانانو
له هرې خوا راځي د غم ژړا په توره شپه کې
خو په نومړي بيت باندې د ګډونوالو له خوا څه ونه ويل شول او څلورم بيت واورول شو
ولا لکه بلبل ورپسې سوې ساندې وايم
دا ياد چې شي د ګل غوندې اشنا په توره شپه
په نوموړي بيت باندې رفيق ميران يو څه خبرې وکړې او ويې ويل چې ډيره ښايته تشبح کارولې شوې او نوموړي بيت يې ښکلى وباله او ورسره د ټولو ګډونوالو له خوا وستايل شو
د غزل مقطع په دې ډول پيل کيده
شير زيه چې مين شولې نو سترګې به دې سرې وي
لا ويښ به وې له غمه تر صبا په توره شپه کې
په نوموړي بيت باندې حماس خپل نظر داسې وړاندې کړ د بيت لومړى نيم بيتى په تيرې زمانې سره تړاو لري او دوهم نيم بيتى د راتلونکې زمانې سره که دا بيت په يوې زمانې کې وکارول شي نو دير به ښـه وي او همدا خبره د غونډې ټولو ګډوالو ومنله او ورسته د حماس له خوا بيت په دې ډول سم شو شيرزيه مين نه شې ځکه سترګې به دې سرې وي
بس ويښ به يې له غمه تر صبا په توره شپه کې
او ورپسې شيرزي ته وار ورکړل شو تر څو د خپل غزل او د ګډونوالو په اړه خپل نظر څرګند کړي شيرزي له ټولو ګډونوالو نه مننه وکړه او د ټولو نظرونو او نيوکو ته يې په درنه سترګه وکتل او ژمنه يې وکه چې په خپل غزل کې به د ګدونوالو د نيوکو او مشورو په رڼا کې سمون ورکړي او له دې سره غونډې ښونيز ډول خپل کړ هغه داسې چې يار محمد پکتين څوانو شاعرانو د قافيې او رديف په څرنګوالي باندې معالومات ورکړل لړ ړيې ويل شاعران بايد ډير لنډ خو له مانا ډک رديفونه په خپلو شعرونو کې راوړي دا ځکه چې اوږده رديفونه د بيټ ښکلا ورکوي بايد کوښښ وشي خو ميران بيا په دې تينګار درلود چې د رديف اوږدوالى د غزل لپاره کومه ستونزه نه لري رديف کيداى شي چې اوږد راوړل شي خو بايد په پام کې ونيول شي چې رديف له مفهومه ډک وي او ټول ګډونوال په همدې سره سلا شول او ورپسې ريشياڼۍ (مشاعرې ) وار ورکړل شو او په پيل کې محمد رفيق ميران خپل غزل ولوست چې ورپسې په خپل وار سره نجيب الله شاکري ، نويد زيري ،حيران ،سردارولي تيره وال ، سيد احمد شيرزي ، امان الله منګل ، دلاور اريوبي ، ايمل ، يونس تنوير ، سناتور جواد ، زمري کامران ، ثمر الدين خير خوا قندهار ، قسمت ځدراڼ ، نورا جان او چنا ر غپل شعرونه ولوستل او مشاعره يې ښکلې کړه په نوموړې غونډه کې د ٣٠ شاعرانو ليکوالو برخه درلوده ، د غونډې په ورستيو شيبو کې پريکړه وشوه چې په راتلونکې غونډه کې به د سردارولي تيره وال په غزل کره کنتنه کيږي او د همدې سره غونډه د دوعايې په لوستو سره پاى ته ورسيده