د پکتيا د فرهنګي ټولنې د کره کتنې غونډه د روان ١٣٨٨ کال دچنګاښ د مياشتې په ١٢ نيټه د سحر په فرهنګي يون کې جوړه شوه دا غونډه د قاري محمد رفيق ميران له خوا د د قران الکريم د څو آياتونو په لوستلو باندې پيل شوه
په پيل کې د غونډې ګډونوالو ته د غونډې مشر استاد يار محمد پکتين او د غونډې ميلمه سيد فخرالدين هاشيمي ور وپيژندل شول
او له دې نه ورسته د غونډه کره کتنې ته ځانګړې شوه چې د شاهد خان تنها غزل کره کتنې ته وړاندې شو په پيل کې ټول غزل د غزل د شاعر شاهد خان تنها له خوا ګډونوالو ته ولوستل شو او ورپسې يو يو بيت د کره کتنې لپاره وړاندې شوه د غزل مطلع داسې وه
پيدا مې په جوند نکړلو ارمان د ارمانونو
د سترګو تور ، د زړه ټکور جانان د ارمانونو
د غونډې ګدونوال په يو غږ د غزل د مطلعې په لوموړي نيم بيتي کې د جوند کليمې ته تم شول او ويې غوښتل چې نوموړې جمله دې په ژوند واوړي ځکه چې په کره پښتو کې جوند نه بلکې ژوند ليکل او لوستل کيږي ، د غزل مطلع د همدې سمون نه ورسته د ګډونوالو له خوا وستايل شوه او د بل بيت د اوريدو غوښتنه يې وکړه
ټول عمر زما تير شو په دې يو ارمان ملګرو
چې کله به پيدا کړم ګل خوبان د ارمانونو
ددې بيت په اړه په پيل کې د شيرزي له خوا داسې نظر څرګند شو ويل يې ټول عمر تر اوسه نه دى تير شوى نو که د ټول عمر پر ځاى تير عمر وکارول شي نو ښه به وي د يوڅه بحث نه ورسته ټول ګډونوال په همدې خبره سره سلا شول او بيت په دې ډول سم وګڼل شو
تير عمر زما تيرشو په دې يو ارمان ملګرو
چې کله به پيدا کړم ګل خوبان د ارمانونو
د غزل دريم بيت دې د ټولو ګډوانوالو له خوا خوښ او وستايل شو او هغه بيت په لاندې ډول دى
په سترګو ورته وايم خو اشنا پرې نه پوهيږي
په خوله ورته کوى نه شم بيا ن د ارمانونو
هيڅ رحم يې په زړه کې نه راځي او نه به راشي
تر څو به ورته زه يم په ګريبان د ارمانونو
هاشمي وويل بيت بيخې ګونګ دى هيڅ پيغام نه لري او بل دا چې زه خو بيخي پرې پوه نه شوم چې د شاعر مقصد څه دى او زياته يې کړه ګريبان ما ته يو څه نر وييکى ښکاري خو پوره نه پوهيږم خو ناستو کسانو ورته وويل چې د شاعر مقصد د ګريبان نه ګريوان دى خو بيت د ستونزو سره په خپل حال پاته شو خو شاعر ته سپارښتنه وشوه چې نوموړى بيت سم کړي
ورپسې د بيت مقطع ته وار ورکړل شو
تنها به پکې هم د ارمانونوپنډ په سر وړي
تيريږي په دې لار باندې کاروان د ارمانونو
دا بيت د غونډې د ټولو برخوالو له خوا وستايل شو او د ټولو خوښ شو او د همدې سره د کره کتنې برخه پاى ته ورسيده او د غزل ليکونکي ته وار ورکړل شو تر څو د خپل غزل او د ګډوالو د نيوکو په اړه خپل نظر څرګند کړي نو شاهد خان تنها وويل د ټولو ګډونوالو مننه کوم چې زما د غزل په اړه يې خپل نظرونه وړاندې کړل دا زما لومړى غزل وو او زه به پوره کوښښ وکړم تر څو ستاسو سپارښتنې په خپلو نورو شعرونو کې پلي کړم تر څو خپل شعر پياوړى کړم
د همدې سره مشاعرې ته وار ورکړل شو او په پيل کې هاشمي خپل غزل ولوست او ورپسې په ترتيب سره هر يو سخي جان وفايار ، سمع الله پيوند ، ثمر الدين خيرخوا ، ايمل ، رنځور ، ديار زلمي او نورو خپلو شعرونه ولوستل او مشاعره يې ښکلې کړه
دې همدې سره يو بحث را مينځ ته شو چې د ځينو مشرانو شاعرانو او ليکوالو له خوا ځوانو شاعرانو ته د شعر په برخه کې معالومات ورکړل شول چې ډير ګټور وو او دې همدې پحث له ختميدو سره غونډه د پاى شيبو ته نږدې شوه ، د يادونې وړ يې بولو چې د کره کتنې دا غونډې د هرې جمعې په ورځ په دوه بجو د سحر د فرهنګي يون په دفتر کې جوړيږي او په نوموړې غونډه کې د ٣٠ کسانو شاعرانو ، ليکوالو او د پښتو ادب مينوالو برخه درلوده ، د غونډې په ورستۍ برخه کې پريکړه وشوه چې په راتلونکې غونډه کې به د ايمل منګل شعر د کړه کتنې له پاره وړاندې کيږي او د همدې سره غونډه د دوعا په لوستلو مازديګر مهال پاى ته ورسيده