غزل

لار د مېنـــې کـــــــه تـــــــر داره پـــــورې لار ده
چــــې تـــــر داره ده تــــر يــــاره پــــــورې لار ده

د ژونــــــدون ستـــړى مزل مـــــې اى مــلګرو
 تــر يو ستــــړي انتـــظــاره پـــــــــورې لار ده

زيږوي پـــــه هر قـــــدم کــــــې انـګـــــــــارونه
ما منـــــدلې تـــــر دلــــــداره پــــــــورې لار ده

په ليمــــو کې يې ښــــکاريږي انديښمــــنه
چې د خــداى تر لوى درباره پــورې لار ده