راليږونکی :سپین غر( ځاځی)
د راليږونکي پته :ssspenghar@hotmail.com
نيټه : 29-03-2009


ډیر عزت اوسلامونه عزتمند شجاع صاحب!
په میاجی صاحب د خدای ج غږ واوره، او سوال دقبول شه ، خو ګوره که شین دستمال دپیدا کړو، نو بیا پوری خوا پر خواجه خدربابا یا ډنګډانګی بابا هم کومه شنه یا سپینه جنډه هم ورلکه یا ولګوه، خدای شاهد دی چې ستا ښکلی نـظمونه می په زړه دسپین غر نری نری بادونه لګوی- نو که چیری ډیر مهربان شی ، خپل ټول شعرونه او یا که کومه دشعرونو ټولګه دچاپ شوی وی لطف وکړی ، دا به ماته داسی وی - لکه چې ټول منډهیر دماته ډالې کړی وی - اړیکې به سره پالو، انشآالله چې دنیاپه امید خواړی شی ، دیدنونه به سره وکړو دژوند په هره برخه کی بریالی او ننګیالی اوسی . په ډیردرناوی .
وروراو عزیزد(س،ځاځی)
ټورنټو- کاناډا

د حميد شجاع نظم( شين دسمال)