راليږونکی :paktianay
د راليږونکي پته :hamida_paktianay@yahoo.com
نيټه : 28-03-2009

غزل:: حميده پکتيانۍ
ژوند لکه ډېوه بېخ کې تياره لرم
بې له تا جانانه هيڅه نه لرم
خير که ناقص عقله او تور سرې يم
بيا هم ځانته حق د ژوندانه لرم
پلی مې چې تا باندې نظر کړ خپل
ووايه ښکلا لرم که زړه لرم؟
شکر د دستار سړي بې شمېره شول
شکر درانه وروڼه پښتانه لرم
راشه سترګې رنګ کړه د فطرت په رنګ
ګوډی مې په جېب کې دی رانجه لرم
ژوند مې له خپل فن سره تيريږي ښه
شکر چې يو ډېر ښکلی واده لرم
وياړم پکتيانۍ خپلې پکتيا باندې
غرلرم، نښتر لرم، غرڅه لرم.

٢٧_ ٠٣_ ٢٠٠٩ پېښور حيات آباد