زمونږ د کلي د جومات تر څنګه
د دنګو شنو ونو تر سیوري لاندې
یو ښایسته زیارت دی
چې کلیوال ورته ( مجي پیر) وایي
زمونږ سپین ږیري وایي
ډیر نازولی پیر دی
****
: د کلي ټولې جینکۍ ورته په خپلو لاسو
شنه دسمالونه ګنډي
او چې په سره غرمه زیارت ته راشي
نو دسمالونه په جنډو پسې ښه کلک غوټه کړي
بیا نو خپل سره لاسونه
پورته کړي او سوال وغواړي
د کلي پیغلې دي
له میندو خو به خود ویریږي
چې یې په زړه وي هغه سوال په خوله غوښتلی نشي
زما همځولي هم قسم خورمه چې ټول مین دي
خو بس شرمیږي او زیارت ته نه ځي
وایي چې مونږ څه جینکۍ خو نه یو
: خو زه .......زه نور صبر کولی نشم
ځکه مې نیت کړی دی
سبا ماښام به پټ زیارت ته ځمه
چې نه همځولي او نه کور خبر شي
زه به هم ستا په نوم جنډې پسې دسمال غوټه کړم
او شکرانه به هم پر قبر کیږدم
بیا به نو سوال وغواړم
چې یوه ورځ دې بس ناڅاپه خدای (ج) راپیښ کړه ګله
چې سره غیږ په غیږه ښه وژاړو
****
نور خو به هر څه اوشي
د شکرانې پیسې مې هم ساتلي
خو بس په یوه خبره نه پوهیږم
چې ( شین دسمال) به راته څوک جوړوي ؟؟؟؟؟
۲۰۰۵ / ۷ / ۱۴