راليږونکی :Dr Hassan
د راليږونکي پته :hassandoctor2000@yahoo.com
نيټه : 28-03-2009
غزل
لکه لمرنظر مې یوسي په حجاب د پلوشو کې
عجیبه پرده پوشي ده دوصال په تماشو کې
زړه مې مات نه کړې جانانه ، محبت به مې سیواشي
لکه خورچې دچاعکس شي دهندارې په ټوټوکې
چې دتادزلمي حسن ،حق ادا شي پکې یاره
بیا دې زما ځواني شي خاورې دحسرت په هدیرو کې
په فطرت کې وي سپیڅلی ،چا پیریال سړی خیرن کړي
د چینې رڼې اوبه شي خړي پړي په ویالو کې
پیغلې څړیکې مې دخوږ زړه،ستا دحسن سوبت غواړي
دالفت سندرې وایي دزخمونو په کوڅوکې
اجنبي به ورته ښکارې،ګوره ورنه شې (حسنه)
بهرني سپي به دې وخوري دکابل په دروازوکې
ډاکتر حسن
28.03.2009
- اريوب
زړه کړه تک سپينلکه د سپينواوبو روڼ ډنډوکینو زما ګرانه يارهد اسمان ستوري او سپوږمۍ به ټول راپريوځي پکېښکلي په سپينو سپينو زړو کې اوسي...
28.03.2009
- اريوب
زمونږ د کلي د جومات تر څنګهد دنګو شنو ونو تر سیوري لاندېیو ښایسته زیارت دیچې کلیوال ورته ( مجي پیر) وایيزمونږ سپین ږیري وایيډیر نازولی پیر دی****: د کلي ټولې جینکۍ ورته په خپلو لاسوشنه دسمالونه ګنډياو چې په سره غرمه زیارت ته راشينو دسمالونه په جنډو پسې ښه کلک غوټه کړيبیا نو خپل سره لاسونهپورته کړي او سوال وغواړيد کلي پیغلې ديله میندو خو به خود ویریږيچې یې په زړه وي هغه سوال په خوله غوښتلی نشيزما همځولي هم قسم خورمه چ...