راليږونکی :paktianay
د راليږونکي پته :anwar465@yahoo.com
نيټه : 28-04-2009
غزل:: حميده پکتيانۍ
له درده بيخي لرې له درمانه بيخي لرې
ارمان چې اوسېدلی له جهانه بيخي لرې
غالبه ده پرې څومره بدرنګي غفوره خدايه
دا ځينې خلک اوسي له ايمانه بيخي لرې
توبه ده داته څه وايې، چې زه وايمه داسې
ژوندون مې ښه تيريږي بې له تانه بيخي لرې
عجبه ده په يوه کلي کې څنګ په څنګ اوسيږو
بيا هم جانان له ما زه له جانانه بيــــــــخي لرې
ته مه وايه چې زه د ځان ځانۍ يمه ښکار شوې
ته څه خبر چې زه يم له خپل ځانه بيــــخي لرې
يو داسې ځای به چرته وي چې ډېره ګناه وکړم
ګوښه له پرښتــــــو او له الله نه بيخـــــــــي لــرې
يوه ورځ به پکتيانۍ په سيدکرم کې داسې وايي
تيريږي ژوند له ښکلې پښتونخوا نه بيخي لرې.
19.04.2009
- اريوب
غزل
لار د مېنـــې کـــــــه تـــــــر داره پـــــورې لار ده چــــې تـــــر داره ده تــــر يــــاره پــــــورې لار ده
د ژونــــــدون ستـــړى مزل مـــــې اى مــلګرو تــر يو ستــــړي انتـــظــاره پـــــــــورې لار ده
زيږوي پـــــه هر قـــــدم کــــــې انـګـــــــــارونه ما منـــــدلې تـــــر دلــــــداره پــــــــورې لار ده
په ليمــــو کې يې ښــــکاريږي انديښمــــنه چې د خــداى تر لوى درباره پــورې لار ده...
28.04.2009
- اريوب
روغه جوړه په افغانانو كې دجګړو ،مخالفتونو او خوابديو دحل او دپخلاتوب مؤثره طريقه ده . كه دتاريخ پاڼې واړول شي ، ټولوته به ثابته شي چې زمونږ دتاريخ دبيلو بيلو پيښو دحل او دبيلو بيلو قومونو دخوابديو دله منځه وړلو او پخلاتوب اغيز ناكه طريقه روغه جوړه ده . چې داكار پخپله دهيواد او دهيواد دهمغې سيمې دخير انديشو مشرانو او پراخ نظره عالمانو پواسطه تكراريږي . دغې ملي – افغاني عنعنې زمونږ دپښتو اودري ژبې په ادبياتو كې پراخ انعكاس موندلى چې مونږ به يې په دې لنډه مقاله كې مثالونه وړاندې كړو...