مینه او دردونه
 
د ښکلاګانو په دونیا کی وومه    جانانه زه به ستا په خوا کی وومه
په مینه مینه می کتل به درته       په هغه وخت به زه هوا کی وومه
کله چی لاړی رانه لری شولی       بیا ده غمونو په غوغا کی وومه
ستا ده دیدن په طمع طمع به زه    ځکه ولاړ به ستا کوڅه کی وومه
تا چی انکار زما ده مینی وکه     په هغه وخت زه په ژړا کی وومه
بهیره بس نوره یی هیره کړه       پریږده تر څو به یی سودا کی وومه
 بهیر لعلپوروال