ستا نوم خوږه جــانانه! او څېــــره مي نـــــه هېــــــــــريــــــــــږي
لمـــانځه تـــه چـــــي درېــــــږمه قبــــله مي نه هېـــــريــــــــــــــــږي


زمــا او ستــــا چي زړونه پــــه درزا په کـــــــــــومه ورځ شول
د ستـــــــــرګو هغه سخــــــــــته حادثه مــــــــــــــــي نــــه هېريږي


پوهېـــــــــــــــږم چي ته تـــــــــــــش زما لــــــــــــيدو ته وې راغلى
ناهيله چي بيا ستون شوې هغه شـــپه مي نه هـــــــــــــېريږي


پوه زړه کې چي مي ستا هيلې ژوندۍ وې، نو ژوندۍ وم
هغــــــــــــه مي د ژوند شپې وې او هغـــــه مــــــــي نه هېريږي


چــــــــــــي ما او تــــــــــــا د ميــــــــــــــنې سيـــــــــــپاره پکې ويله
هغــــــــــــه د جنـــــــــــــــت غوندې مــــــــــــدرسه مي نه هېريږي


غونچــــــې! بې له جانانه مي ژوندون په شواخـــــــون دى

اخير به څــــــه کــــــــــوم، يوه شېــــــــبه مــــــــــي نه هېـــــــريږي