په ســـــــــــرو تــــــارو جوړه رومـــــــــاله ! ژړوې مې ولې ؟
ته دماضــــي د بـــــــــې تشبــــــــې منــــــظرې ولې راوړې؟
ته ښـــــــــــــه پوهيږې چې د زغــــــــم لمن مې دوه پړکه ده
د ځوانۍ مـــــــــــرګې ميني سرې خـــــاطرې ولې راوړې؟

د زړه دپاســـــــــــــــه دکميس جيب کـــــــې دې نه ګرځــوم
اوس له هغې اوس له مـــــــا لرې جــــــــــــــدايي تيــــره وه
ځکه چې اوس د چـــــــــــا له مخه خولــــــــې نه پــــاکـوې
اوس د زاړه صندوق په کـــــــــــونج کې زندګي تيــــره وه

اوس ته پوهيـــــــــږې ؟ زمانې جامې په څټ اغوســـــــتي
اوس هم ژوند شته خو ژوند پيکه دی ژوند مــــــــزه نلري
اوس هم سپرلي ځـــي او راځي خـو د ښايست پلـــــــو يې
د بې موده ماشوم په څيـــر رنګ کې سيـــــــکه نــــــلـري

اوس بـــــــــــــه يې څه په جـــــانانه نومــــونو ونومــــــــوم؟
زیړ مازديــــــګر چېـــــــــــنه لري سره لوپټـــــــــــــــه نلري
چې يې د ميني کيســــــې وړې په غزولي پــــــــړک کــې
ها مين زړونه د رمــــــــــــز هغــــــــــــه اينــــــــــه نلــــــــــري

کلی يې شته کوڅه يې شته او کور يې هــــــــــــم هاغسې
خو د حجــــــرې کړکی د ســـــــــــره لاس اشـــــــــــــاره نلري
چې پخو شپـــــــــــو کې به له مړه قدمه هم ښــــــــــــوريده
هغه دوه چتــــــــــــی کور هغــــــــه اوږده زينــــــــــــــه نلري


اوده ضمير به مې د مړې مړې هيــلې څــه راويــښ کړي؟
د زړه نغری مې لــــــــــــــــــــــــه ايرو ډک دی لمــبه نلــري
اوس هغه دنګ مين په ځان کې مات دی ځان تـه ژاړي
اوس هيڅ تکيه اوس هيــــــــــــــڅ باور په ژوندانه نلري

سيدجيلاني جلان