راليږونکی :1J
د راليږونکي پته :s-afghani@hotmail.de
نيټه : 26-02-2009
څه تمه وشي؟
دغه تغیر او بدلیدو نه به څه تمه وشي ؟
د جهانخوارو د وعدو نه به څه تمه وشي ؟
دا به رښتا وی هغه څه چه دوی وعدی ورکوي؟
د نوی مشر تدبیرو نه به څه تمه وشي ؟
خلکو د ظلم او ورانکاره سرمایی نظام نه
ددو هوښیاره لیونو نه به څه تمه وشی ؟
روزګار به بیا خپل ازموینه راڅرګنده کاندی
زموږ د بربادو ارمانونو نه به څه تمه وشی ؟
هغه ظالم پاچا د ظلم دانجام نه وروسته
د دغه ځوان د کړو وړو نه به څه تمه وشی ؟
خلکو دا ظلم دا وحشت به وی تر کومه پوری؟
خاونده ستا د قدرتونو نه به مو تمه وشی ٠
دغه ناتار چه نن سبا په ولسو روان دی
ددی وحشت دختمیدو نه به څه تمه وشی ؟
که داسی نه وی نو راپاڅه ای مظلوم ټبره
یو لوی تحریک د ولسو نه به څه تمه وشی ٠
افغانی ستا کلی بانډی چه ورانوی نه ګوری؟
ددی ورانکار سړی خورو نه به څه تمه وشی ؟
--------------------------------------
سمیع الدین افغانی
٢٩ - ١ - ٢٠٠٩
مهاجرت