څرخي يې نازونه په انکار انکار خبرو کې
ته وا ګلان رپي نري باد ته په ډبرو کې
ستا د محبت ملاتړ لرو چې ځو د اور په لار
ګوره جنګيالي هم څه نه څه ډاډه وي زغرو کې
پاڅه حوصله ددرد په وړاندې ځوانه ! مه بايله
ژوند دى سړى لويږي د حالاتو په ژورو کې
ښار به سندريز سړي په لاس لري منمه خو
يو نيم شرنګيدلى شاعر هم شته په نښترو کې
ناست چې د پرهر رڼا ته بيا جلان يوازې دى
تار د چا د مينې غزوي به په سندرو کې
١٧ سلواغه ١٣٨٧
کابل نوا راډيو
سيدجيلاني جلان
09.02.2009
- اريوب
د پکتيا فرهنګي ټولنې د لومړنۍ اونيزې غونډې لنډ راپور
د پکتيا فرهنګي ټولنې لومړنۍ اونيزه غونډه د روان کال د دلوې مياشتې په ١١ نيټه د جمعې په ورځې ماسپښين په ٢ بجو د نوموړې ټولنې په دفتر کې تر سره شوه نوموړې غونډه د محمد رفيق ميران له خوا د قرانکريم د څواياتونو په لوستلو پيل شوه . د غونډې لومړۍ برخه کره کتنې ته ځانګړې شوې وه او په دې برخه کې د پکتيا د ځوان شاعر محمد انور ث...
11.02.2009
- اريوب
دنګه ځواني زما د خـــوښـــــــې د يارانې دې ټـــــــــولې نــــــــښېدرپسې ويلې مې شوې غوښېزما خـــالـــــونه دا ستــــــــــا زخېزما خو خوښ يې وايه تاتــه څنــــــګه يمــــه
ژړا د زړه خنـــدل د سترګودعا د زړه کنځل د سترګوګناه د زړه ژړل د ســـــترګومينه د زړه ليدل د ســترګولاس اچول خو د کم عقلو خـــــلکو وينـــــــــه
راسره نشتــــــه يار په خوا کېجوړې مې شوې په زړه تڼاکېتل يادوم...