د پکتيا فرهنګي ټولنې د لومړنۍ اونيزې غونډې لنډ راپور
د پکتيا فرهنګي ټولنې لومړنۍ اونيزه غونډه د روان کال د دلوې مياشتې په ١١ نيټه د جمعې په ورځې ماسپښين په ٢ بجو د نوموړې ټولنې په دفتر کې تر سره شوه
نوموړې غونډه د محمد رفيق ميران له خوا د قرانکريم د څواياتونو په لوستلو پيل شوه .
د غونډې لومړۍ برخه کره کتنې ته ځانګړې شوې وه او په دې برخه کې د پکتيا د ځوان شاعر محمد انور ثمر شعر کره کتنې ته وړاندې شو
محمد داود تپان چې د دريځ چارې يې پر مخ وړلې له ثمر څخه يې غوښتنه وکړه چې د غوندې برخوالو ته خپل شعر واوروي او ورپسې د نوموړى غزل هر بيت د کره کتنې لپاره د داود تپان له خوا ولوستل شو او برخوالو پرې کره کتنه وکړه
د درد لــــه تاره ښــــــه ده
مينـــه بــې زاره ښــــــه ده
ددې خبرو څخه ورسته غيور ساحر اريوبي د خبرو وار واخيست او د نوموړي بيت په اړه يې وويل دا بيت بيخي ګونګ دى خبرې نه کوي او د همدغو خبرو تر څنګ يې دا هم وويل چې مونږ بايد يوازې د شعر جوړښت په نظر کې ونه نيسو د شعر هنريت هم د پام وړ خبره ده چې بايد په پام کې ونيول شي
د غونډې ډيريو ګډونوالو هم د ساحر اريوبي خبره منله او دا بيت يې ګونګ وباله ، خو محمد رفيق ميران بيا د ټولو د خبرو پر خلاف د شاعر فکر او خيال وسپړه او داسې يې وويل چې درد له مينې سره تړلى دى په دې بيت کې شاعرداسې ښکاره کړې چې نه غواړي ودرديږي نو ځکه د مينې څخه ځان ګوښه کوي ، د همدې دليل په ويلو يې بيت تاييد کړ
مرهم په خپل ځاى ښه دى
پټـــه اوزګـــــاره ښـــــــــه ده
دا د نوموړي غزل دوهم بيت وو چې د لوستو ورسته يې لاروي وويل مرهم داسې يو اسم دى چې مفر او جمع يې يو شان دي نو د مرهم لپاره بايد (ښه دى ) ونه ويل شي (ښه دي ) وويل شي
مهجور د بيت په دوهم نيم بيتي کې د پټې د توري لپاره انديښمن وو او ويل يې په مانا يې پوه نه شوم چې په ځواب کې يې امان الله منګل وويل له پټې څخه مقصد هغه پټۍ ده چې پر زخم تړل کيږي ، چې ساحر اريوبي هم پکښې برخه واخيسته او زياته يې کړه که خبره همداسې وي نو بياخو دې د پټې پر ځاى پټۍ راوړل شي چې له يوې خوا به بيت روان شي او له بل پلوه به د پټۍ مانا هم څرګنده شي ،
خو لاروي بيا ويل چې پټۍ بايد اوزګاره نه وي او که اوزګاره شوه نو هغه بيا پټۍ نه ده
چې د همدې سره د يو څه بدلون نه ورسته بيت په لاندې ډول ومنل شو
مرهم په خپل ځاى ښه دي
پټــــۍ اوزګــــــــاره ښــه ده
د نوموړي غزل څلورم بيت داسې ولوستل شو
غليم بيا ســــر جګ کړى
تـــوره تيــــــاره ښــــــه ده
دغه بيت د غونډې ټولو ګډونوالو خوښ کړ او ويې ستايه پرته لهدې چې په نومړي بيت خبرې وشي د پنځم بيت لوستو ته غوږ شول
عيب په پردو کې ښه دى
د اســـــلام لاره ښــــــــــه ده
پــــــښــــته خــــړه پـــــــــړه
بـــې له سينـــګاره ښه ده
دا بيت د ټولو ګډونوالو خوښ شو او ستاينه يې
ثمـــــــــــره مــــــــه ورګــــــوره
داســــــــې بـــې يــــاره ښه ده
ورپسې مشاعرې ته وار ورکړل شو چې د امان الله منګل په غزل پيل شوه ، هر يو غيور ساحر اريوبي ، شفامشفيق ، محمد رفيق ميران ، اسماعيل لاروي ، احسان الله مهجور ، محمد داود تپان ، شفيق الله رنځور ، ثمر الدين خير خوا ، انور ثمراو فريد احمد تسکين د خپلو شعرنو په لوستلو ښکلې کړه
د مشاعرې د پاى ته رسيدو نه وړاندې د غونډې مشر ميلمه او د پکتيا ولايت د اطلاعاتو کلتور ريس د غونډې د ارزولو لپاره وبلل شو
نوموړي په ټوليزه توګه غونډه ښه وبلله او دا چې د نوموړې ټولنې اونيزې غونډې پيل شوې دايې په پکتيا ولايت کې د فرهنګي چارو د پرمخ تګ لپاره يو نيګ ګام وباله خو هيله يې ښکاره کړه چې که په داسې غونډو کې د پکتيا د ټولو ټولنو غړي برخه واخلي نو دا به ډير ګټور کار وي ځکه چې داسې اونيزې غوڼدې د اړيکو د ښه کيدو او د افکارو د تبادلې لپاره ګټورې تماميږي او د پکتيا فرهنګي ټولنه د پکتيا ولايت د ټولو فرهنګيانو ګډه ټولنه ده ،
ورپسې د راتلونکې غونډې د کره کتنې لپاره دشفيق الله رنځور لنډه کيسه غوره شوه او د همدې سره مازديګر مهال غوڼده پاى ته ورسيده