خيال دی، تنهايي ده، ستا باڼه او زه
مخامخ په دښته کې شوو غله او زه
ځو دواړه د سرو ګلونو پښې مېنځو
مله د يوې لارې يو اوبه او زه
نه لري زره خپلوي د لمر سره
ښه دې وې چې :(څه يو سره ته اوزه؟)
تا چې خوږولې سترګې نورو ته
ټوله شپه تراخه وو سره زړه او زه
دومره راته زړه د نصيب نه دی سپين
ياره تور د مينې د هغه او زه؟!
درد مو يو دی دواړه له تا پاتې يو
يو ځای به شو خاورې ستا د پله او زه
ځه درمله ځو د زهر جن ژوند نه
هر خوا چې غوږ تاو کړو اورو زه او زه.