روان چې شي دورېځو برګ اوښان په نيمه شپه کې
 بېلتون راته رايادشي دجانان په نيمه شپـــــــــــه کې
راويښ کړمه ويده واړه ماران په نيمه شپه کـــــــې
ټپه چې کړمه پورته ياقربان په نيمه شپــــــــــــه کې
يوه وړه ډېوه له خپل عظمته وژای نه شـــــــــــــــــــي
تيارې که کړې راټولې دجهان په نيمه شپه کــــــې
اوږدې اوږدې سجــــــدې دتقدس ورته شروع کړم
بتان چې کله جوړ کړم دارمان په نيــــــمه شپه کې
توبې مې وايستــــــــــــلې ننـــــــګرهار دګلو ښار ته
راکوز و ډک له ستورو نه اسمان په نيمه شپه کې
دحورو کلک هوس يې له درانه خوبـــه بيدارکړي
ملا جومات کې پيل کړي اذان په نيمه شپه کــــې
قربان له مسافر لالي تمامه ورځ وي ستــــــــــــــړی
له زړه څخه يې نه وځي ياران په نيمـــــــــه شپه کې
بنګړي مې په دسمال باندې تړل راڅخه مات شول
جينۍ راځينې غواړي اوس تاوان په نيمه شپه کې
جانان به دسپوږمۍ جامې اغوستـــــې وي حيرانه
          رڼا څرنګه وکړي يو انسان په نــــــــيمه شپه کې؟