لیکوال:
محمد باقر سجودي
(پخوانی پارسي-ایراني شیعه تبعه)
اوس افغان سني متفکر)
ژباړن: عثمان منصور انصاري
بسم الله الرحمن الرحيم
سریزه
الحمدلله رب العالمين، سلام او درود د الله پر رسول او د هغه پر آل و اصحابو...
شیعه ګان هره ورځ درې ځلې په ښکاره ډول اذان کې وایي:
((أشهد أن علياً ولي الله))
((أشهد أن علياً حجة الله))
او داسې دعوه کوي چې ددوی اذان د څښتن له لوري او د اسلام اذان دی. کله چې دا کتاب لولئ نو دا پورته ټکې په یاد ولرئ.
دې ټکي ته پام کول، په حقیقت موندنه کې نه هېرېدونکې مرسته کوي.
سپېڅلي قرآن کې لاسوهنه نشي کېدای
هرڅوک پوهېږي چې قرآنکریم کوم معمولي کتاب ندی، مګر ډېری وګړي پدې نه پوهېږي چې ددې کتاب یو ستر توپیر له نورو کتابونو سره دا دی چې هر کتاب کې د خپلې خوښې زیاتې، کمې کېدای شي، مګر د تاریخ په اوږدو کې قرآنکریم له دا ډول لاسوهنو روغ پاتې شوې دی.
د څاري لپاره د حافظ، سعدي، خیام او نورو شعري کتابونه وګورئ، دا معمولي لیکنې دي، دوی نه دوښمن لري او او نه ورسره څوک مخالفت، مګر د وخت په تېرېدا، اسانۍ او نورو لاملونو له لامله...، ددې کتابونو ډول، ډول قلمي نسخې چې له یو بله ډېر توپیر لري موندل شوي، شعرونه ور زیات شوي یا ترې یو څه ړنګ شوي، یا یې جملو بدلون موندلې، پداسې حال کې چې ددې کتابونو ژوند د قرآن د نزول نیمایي هم نه کېږي.
قرآنکریم ښه پرېمانه قسم خوړلي دوښمنان لرل او لري یې، مګر بیا یې هم نه پکې کومه جمله یا کوم ټکې ورزیات کړې او نه یې ترې لرې کړې، آن تردې چې ترتیب کې یې هم لاسوهنه نده شوې. د سعدی، حافظ او خیام کتابونه د پراخې ځمکې په یوه کوشنۍ ټوټه لیکل شوي، خپاره شوي او یواځې پارسي ژبی یې لولي، پداسې حال کې چې قرآنکریم په ټوله نړۍ کې بې شمېره ځلې چاپ او خپور شوې دی. مګر دا پراخه خپرېدنه چې د افریکې له دښتو نیولې د ترکستان تر لوړو کلاګانو، د اندونیزیا له ټاپوګانو د بالکان تر ټاپووزمې پورې هېڅکله په قرآن کې یو معمولي بدلون هم منځته رانغی.
د وخت غښتلیو واکمنو د قرآن د تحریف هڅه کړی، ولې نه دي بریالي شوي!؟
د تاریخ په اوږدو کې بریالیو او غښتلیو سټو چې قرآن ته یې لاسرسې درلود، د یوې (ب) په (و) بدلون نه دي بریالي شوي، یا له دې حقیقته په یو مثال پرده پورته کوو: له دې خبرې سره زموږ سرو کار نشته چې شیعه رښتیا وایي، سني یا کومه بله ډله، اوس له دې سره سرو کار نلرو. یواځې د ۷۳ اختلافي ډلو نه د دوه سترو ډلو اختلاف چې هغه شیعه او سني دي، له دې خبرې ناچاره چې یو ددې دوه ډلو څخه قصدا او عمدا د اسلام بنسټ نړولو هڅه کړې او موخه یې ددې دین له منځه وړل دي. مخکې مې وویل چې اوس نه شیعه ګرم ګڼم او نه سني، مګر پدې خبره کې چې یو له دې دوو ګناهګاره ده، هېڅ شک نشه، ولې؟ ځکه چې یو ددې دوو ډلو لمونځ، اذان، حج، زکات، روژې او جهاد ته بدلون ورکړی، شپه او ورځ یې بدله کړې، هو ټوکې نه کوم آن تردې چې شپه و ورځ یې هم بدل کړي، یوه ډله وایي ماښام دی، روژه ماته کړئ، ها بله بیا وایي چې لاس ونیسه، تر اوسه ماښام شوې ندې، روژه مه ماتوه.
موږ که هرڅومره هیله من اوسو، چې یو له دې دوه ډلو اسلامی دوستور نشي بدلولای، نشو کولای دا یوه بشري تېروتنه ونوموو.
یو له دې دوه ډلو نه د نبي علیه السلام سپېڅلې ویناوې سل په سلو کې بدلې کړې دي
سني وایي چې د محمد علیه السلام د امت غوره کس ابوبکر صدیق رضي الله عنه دی. شیعه وایي محمد علیه السلام فرمایلي چې د امت ناوړه شخص ابوبکر صدیق رضي الله عنه دی. مګر دا ډلې بیا په قرآنکریم کې هېڅ اختلاف نلري، ان په یوه کلېمه یا ټکي کې یې هم.
پوښتنه دلته ده چې هغه څوک چې د نبي علیه السلام حدیث سل په سلو کې بدلوي، ولې ونشوای کړای چې یوه سلنه قرآن ته بدلون ورکړي؟
اریانوونکې خبره دلته ده چې یو ددې دوه ډلو نه بې شمېره احادیث او مستند روایات د قرآن د بدلون او تحریف په اړه را نقلوي، او د تحریف ځایونه یې هم په نښه کوي، مګر کله چې یې واک هم په لاس کې و، و یې نشوای کړای چې د خپلو احادیثو سره سم قرآن چاپ کړي، نو مجبوره شوي چې همدې قرآن ته غاړه کېږدي او همدا تلاوت کړي.
اریانوونکې ده چې قرآن خپلو مخالفانو ته د تحریف فرصت ورکړی
هرکله چې الله تعالی غوښتل خپل توان فرعون ته وښایي لومړی یې د هغه دوښمن چې د غېږې ماشوم و، هغه ته په خوب کې ښايي. فرعون د نو زوکړو ماشومانو وژنه پیلوي، مګر هماغه نوزوکړې ماشوم یې په خپل کور کې را لوی کړ.
په قرآن کې راغلي )إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ( (الحجر: 9). موږ قرآن راښکته کړ، او موږ به یې ارو مرو ساتنه کوو.
الله تعالی د وخت فرعونانو د ننګونې (چېلېنج) لپاره هغوی ته د تحریف فرصت هم ورکوي.
د څاري په توګه قرآن کې راغلي: یتفکرون، یعلمون، یفقهون، یتذکرون. ایا نشي کېدای په اسانۍ سره ددې اصطلاحاتو پر ځای بل څه ولیکل شي؟
د قرآن کریم ټول سورتونه بسم الله الرحمن الرحیم لري، بې له توبې سورت څخه، دوښمنانو که دا دعوه کوله چې دا سورت هم بسم الله لري، نو ایا دلیل به یې د منلو وړ نه وای؟ ولې هغې ډلې چې د نبي علیه السلام احادیث بدلوي، له دې زرین فرصت نه ګټه پورته نکړه؟ ځیني ځایونه په یوه سورت کې یوه جمله په کراتو مراتو راوړل شوې لکه: )فَبِأَيِّ آلاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ( ایا نشول کېدای چې دا جمله یو ځل کمه یا زیاته کړای شوې وه؟ هغوی چې شپه یې ورځ وګرځوله چېرې ول او دي!!
نو ناچاره باید دا خبره ومنو چې قرآن د بدلون او تحریف وړ ندی، او داسې یو غیبي ځواک شته چې له دې قرآنه ساتنه کوي.
د سکالو (موضوع) روښانۍ لپاره یو مثال
یو سوداګر له خپلو ۷۳ تنه نوکر و چاکر سره په یو لرې یون (سفر) د وتلو هوډ وکړ، مګر مخکې له هغې یې خپلو زامنو ته داسې وویل:
ګرانو زامنو! کېدای شي له دې یونه بیاراګرځېدنه نه وي، که چېرې مو زما د مړینې خبر واورېد، نو زما مال او پانګه له نوکرانو وغواړئ، او دا خبره باید زما او ستاسو ترمنځ وي چې زه هر نوکر ته دوه کڅوړې ورکوم، یوې کې به د سرو او بله کې د سپینو سکې دي.
زما زامنو! دا را ز باید زما او ستاسو ترمنځ وي، او پوه شئ چې زه هڅه کوم د ۷۳ نوکرانو په کڅوړو کې یوه اندازه، یو رنګ او وزن سره و سپین واچوم، یانې که چېرې مو د یو نوکر په کڅوړه کې ۳۰۰ د سرو سکې وي، باید ټولې کڅوړې د ۳۰۰ سکو لرونکي اوسي، که چېرې کوم نوکر کم و زیاته اندازه سکې ولرلی، نو پوه شئ چې خاین دی، سملاسي یې وشړئ.
پلار له نوکرانو سره خپل یون پیل کړ،کله چې یې خپل مرګ نږدې ولید، هغسې یې وکړل چې زامنو ته یې ویلي ول، یانې خپل ۷۳ نوکران یې راوغوښتل او ۷۳ کڅوړې سره او ۷۳ کڅوړې سپین زر یې چې یو رنګ او بڼه یې درلوده د هغوي مخې ته کېښودی او هر نوکر ته یې دوه کڅوړې (یوه د سرو او بله د سپینو) ورکړی او ویې ویل: له الله ووېرېږئ، او دا کڅوړې زما زامنو ته بې له کمي و زیاتي ور ورسوئ.
د سوداګر له مړینې وروسته، نوکران بېرته د هغه کورته وګرځېدل او هر یو له ځانه سره دوه کڅوړې د سوداګر د زامنو مخکې کېښودې.
مګر د سوداګر زامن د اریانوونکې پېښې سره مخ شول، هغه پدې ډول چې د سرو کڅوړو کې د وېښته په کچه توپير نه وو راغلی، یوه اندازه، یوه رنګ او بڼه، لنډه دا چې ټولې کڅوړې یو ډول وی، مګر ستونزه د سپینو زرو په کڅوړو کې وه. یو نوکر د سپینو ۵۰ سکې راوړی، بل ۵۹، بل ۵۰۰، او بل هېڅ کومه د سپینو کڅوړه نه درلوده، او بل بیا د سپینو د کڅوړې پر ځای د برونزو ډکه کڅوړه له ځانه سره لرله.
زامن پدې پوه شول چې نوکرانو د درغلۍ او خیانت هڅه کړې، مګر پدې اریان ول چې ولې د سرو په کڅوړو کې چې له سپینو ډېرې با ارزښته او مهمې وی، لاسوهنه نده کړې، او یواځې د سپینو زرو په کڅوړو کې یې لاسوهنه کړې.
نو ناچاره پدې باوري شول چې د سرو زرو کڅوړې د کوم پټ ځواک لخوا ساتل کېدې.
د سوداګر یو هوښیار زوی د هغو نښو نښانو چې د سرو په کڅوړو کې یې لیدلې وی وکولای شول د سپینو زرو له ډول، ډول کڅوړو څخه هغه کڅوړه چې لاسوهنه پکې نه وه شوې، ومومي او له ۷۳ نوکرانو څخه صادق او رښتونی نوکر په ګوته او وپېژني.
پدې داستان کې د اسلام استازي (نبي علیه السلام) بلا تشبه سوداګر ډوله شوې دی، امت د تاریخ په اوږدو کې هماغه ۷۳ زامن، ۷۳ نوکران، ۷۳ ډلې (فرقې)، د سرو زرو کڅوړې قرآن او د سپینو کڅوړې بیا نبوی احادیث دي.
لکه څرنګه چې مو وویل شیعه و سني په هر هغه څه کې چې د احادیثو اړوند دي، اختلاف لري، مګر په قرآن کې بیا هېڅ اختلاف نلری. اوس موږ د سوداګر د هغه هوښیار زوی په څېر باید د قرآن په مرسته چې هېڅ اختلاف پکې نشته، صحیح احادیث له باطلو احادیثو څخه توپیر کړو او اصلي خادم وپېژنو.
موږ یوه نښه لرو، یوه سپېڅلې نښه، اوس موږ کولای شو هغه ویناوی او احادیث چې نبي علیه السلام پورې تړل شوي دي، د قرآن په تله وتلو او رښتیا له دروغو نه پرې بېل کړو.
راځئ چې قرآن ولولو، او وګورو چې د علي رضي الله عنه په اړه څه وایي، د هغه چا په اړه چې شیعه ګان یې د خپلې ډلې بنسټګر بولي، او وایي چې هغه د نبي علیه السلام رسمي ځایناستی (خلیفه) او د څښتن له لوری غوره شوې دی، په اړه څو قرآني آیتونه شته؟