يو ساده غوندې شپنه وم
ساه مې چلېده،په غرو رغو
خپل سوچونه، خپل دردونه
هواګانې مې د زړه
خپله شپېلۍ کې پوه کولې
هم دشنه آسمان په زړه کې،
د وړو وړو سيرلېو د ټوپوکېسې
د ورکوټو ريبارانو د نخرو کېسې
دسرکښه سروالانودګونګروکېسې
د سترګو په نڅا کې،
رڼو ستورو ته کولې
نړۍ ګرده زما وه ،زه د نړۍ
هر پوکی مې ځناور و ته
يوڅړيکه
خو سېسيو ته، نغمه
يو ساده غوندې شپنه وم
په بروزې په پرګي
باندې مين وم
زما مينه وه ساده
زما مينه هغه
د ملستنې غوټه پياز مې له پتېرې
رنګين خوان وو دباچا
يو زه وم يو مې ډانګ
يوه مې کېسه *
ناڅاپه شو يو تړک
له کومې خوا
اسمان ځمکه په ژړا
که مې بخت د ارمانو وو
راويښ شوی؟
يا وه ټکه د ديوانو د اروا؟
خوله څاڅکو څاڅکو
سره رودونه ،هيبتونه شو راپورته
برجورې ړنګيدلې
تاندې لښتې ماتېدلې
ګلان واړه سيند اخيستي
رمه يوړه سيلابونوزورورو.
زه په غاړه ورسره وم
تر يوځايه
هلته کلی دباچا،
رنګينه شانته دنيا
نه پرګی و نه بروزه
زما مينه وه ساده .
دنګې بنګلې د ښاپېرو
ډيرې کېسې ډېرې پتنې
ما رڼه ورته کتلې
څه چالونه ! څه جالونه!
څه تور مخي، څه نڅاوې
څه سازونه ؟
په نشه د جنتو کې مې شو ډانګ
ټوتې ټوټې
هم شړۍ شوه زما ورکه
هم کېسه شوه ډيره سپکه
هم ليوان شول زړور
لک و بوڅ په هر غاښي هر کنډو
او س لا څه چې داړې چينګوي
زما وړې زرکې سيسۍ ته
زه لا هسې ساده يم
زما مينه ده ساده *
زړه نازړه ومه
شپېلۍ مې کړه اوچته
يو پوکی مې د زړه وکېښ
پيريان څه چې
آسمانونه په کړنګا شو
د شړکونو داسې زور شو
ټول سازونه شول بې سوره
زما ګوتې سوځېدلې
چې شپېلۍ مې پوه کوله
دا زما د زړه لمبه
زما مينه وه ساده .
درنګينو کوڅو يار مې
چرته ځار لېدلی نه وو
هلته وينه وه توده له پاکې مينې
د لته غړپ کې زهر ګنډير،
د سرو شونډو په مسکا.
هلته ژوند يوه رنګينه شان کېسه
دلته ساه وه په سودا
************
اې ټال د غمونو، اوږده ټال
پړي دې پرې شه
راته ګوره
ستړی ستړی يمه زه
تمه مه کوه له مانه
شپه اوږده او ښه پخه .
د لته ډيرپرېوتې ستا له ټال
د شنه اسمان ځلانده ستوري
زنګيدل چارې دنانځکو
مړوندونه سوليدلي
د يار زړونه درزوي
وړوکی شرنګ د زولنې *
د تاريخ ريښتيني زړه کې
يوه زرينې پاڼې وايي:
نوم دغلام نه ښايي له ما سره
روستاړی که مختاړی وي
خان غلام که غلام خان وي
دابې خدايه خدايانو دی تپلی
زرخريدوبادارانو دی تپلی .
د ازل پرښتې
د ستورو سرې لمبې
د دريابو نو توپاني څپې
په زغرده وايي :
((زه له آره (ازاد ) يم
د غلامۍ له کنډولي مې
چرته کوم غړپ نه دی کړی)) .
دې لويه نړۍ کې
دې لويو زيرمو سپينو سروکې
د ډيرو ډير څه دې په برخه
خو زماخوارکي،خواره برخه ،
يوه خواره شان ،خواره آزادي ده
چې پيريان او ديوان يې
نه لوروي! *
دې کنګه کونګيا کې
دې کمرو، دې سارا کې
زما د ښکلي سپين سپيڅلي مخ
زما د سپينې دنګې ونې
زما د باغ دسرو سپينو ګلانو
له چار چاپيره
تورو توروسَکاسو سره ١
يوازې ژوندون ګران دی .
خو په ډاګه ورته وايم :
زما غرونه ! زمارېشونه!
زما غاړې ،زما نيکونه
زما کوترې سپينې سپينې
داد سولې بې سبره کاروانونه
دا ناپايه لوړې هېلې ارمانونه
زما پراخه سپين سوچه نيتونه
د تړلې خولې د زړه آهونه
د سور مخو سره رپانده بيرغونه،
سموي کاږه کاږه خيالونه
کږې سترګې کږې لارې
دا کاږه واږه سرونه .
زه خو لاهم هسې ساده يم
په بروزې په پرګي باندې مين يم
زما مينه ده ساده
زما مينه پښتنه
***********
د٢٠٠٧ کال د جون ٦ مه

آزاد

١ـ سکاسه = توره بلا،شبح