چاواكيه تاته وايم!
خپلې مېلې كوه، چړچې كوه آزاد ګرځېږه!
ددې غريب او دې بې كوره ملت
د يتيمانو، كونډو رنډو ښځو
د بمبارشوو او بې كوره خلكو
هېڅ فكر مكوه آرام اوسېږه!
***
دا پټه نه ده، ده څرګنده مونږ ته
چې ته راغلى يې تش دې لپاره
چې د جېب غم دې وخورې
او پانګوال شې له سيالانو نه دې بر شې لږه
***
خو پر دې پوه شه اې وزير رييسه!
ملك يتيمانو، بې وزلانو،كونډو بورو او بې كورو ډك دى
ولې يواځې بس د ځان لپاره
هڅه او هاند كوې خپل جېب ډكوې
***
دلته قدم په قدم
يو بې وزله او غريب لاره كې پروت وي او چغارې وهي
يواځې دې لپاره
چې خپلو وږو ماشومانو ته يې
وچه ډوډۍ پيداكړي
***
خو ستا بچيان په لنډكروزر كې ګرځي
ستا ماشومان نن له لپ ټاپه سره لوبې كوي
ستا ماشومان ناز او نخرې كوي
او
نن انټرنېټ جال كې له ځانه ورك دي
***
لږ درته ياد كړه هغه خوار ماشومان
چې له سهاره تر بېګا
سپېرو سپېرو خاورو كې لغړي
يبلې پښې او سرتور
يواځې دا فكر كړي
مور به يې راشي او
ډوډۍ به راوړي
***
مور يې هم ټوله ورځ
د يو او بل مخې ته
په چيغو چيغو وايي
يوه روپى راكړه چې
زما واړه ماشومان د شپې ډوډۍ نلري
***
چارواكيه تاته وايم!
ستا څخه هيله كوم!
او تاته عذر كوم!
ته هم افغان يې
پر دې خاوره دې خاپوړي كړي
او هم لوى شوى پر همدې ملك كې يې
پردي دې ولې نن په ملك باندې ملنډې وهي؟
ولې په ډاګه ورته نه وايې چې؟
زما ملت وږى دى
او د يوې ګولې ډوډۍ لپاره فقر كوي
***
چاواكيه تاته وايم!
پردې ښه پوه شه!
چې ملت به يوه ورځ تا هم د نورو غدارانو په څېر
تر ستوني ونيسي څرګنده به كړي
چې ته غدار يې او تا ظلم كړى
تا له ملت سره جفا كړې ده
حبيب وقار د ترينكوټ ښار
1385-11-11