راغلی په ځوانۍ دی نوی شور مې د سندرو
بل شوی په زړګي کي نری اور مې د سندرو
چې ستا د ليوني غرور تندی ور ته راټيټ شو
نظر يې راته مه کړې ، واه ، واه زور مې د سندرو
له هاغې ورځې ټولې جينکۍ رانه خوابدې
خوره چې اوازه شوه لور په لور مې دسندرو
چې پيل يې ستا د نوم په دغو دوو تورو ونه کړم
اهنګ يې شي ګونګی والوزي سور مې د سندرو
ياغي شانته( ارمان )مې د زړګي دی( لېونی )دی
له هر پلو ځلېږي په انځور مې د سندرو
17.06.2007
- wiar
تصويرو سر دی چوپه خوله غږيږمڅه خبر يې لکه شمع پری ژړيږم
داناترسه زمانه شو راته سترګۍپټه زړه کې اوس خيالو سره اوسيږم
زه ليکواله شوم خو اوس هم پابندي دهدنا کسو پيغورو ته ويلي کيږم
ستا يو يو خبره اوس هم را په ياد دیزه دی تل د خاطرو سره لوبيږم
تاته ټولې افسانې دمينې ښايمدقسمت سپيره کتاب ديم دا وايم
درنه نه ځمه دکلي مازديګر يمد کوکنار دګل رنګو کې يو نظريم...
17.06.2007
- wiar
چاواكيه تاته وايم!خپلې مېلې كوه، چړچې كوه آزاد ګرځېږه!ددې غريب او دې بې كوره ملتد يتيمانو، كونډو رنډو ښځود بمبارشوو او بې كوره خلكوهېڅ فكر مكوه آرام اوسېږه!***دا پټه نه ده، ده څرګنده مونږ تهچې ته راغلى يې تش دې لپارهچې د جېب غم دې وخورېاو پانګوال شې له سيالانو نه دې بر شې لږه***خو پر دې پوه شه اې وزير رييسه!ملك يتيمانو، بې وزلانو،كونډو بورو او بې كورو ډك دىولې يواځې بس د ځان لپارههڅه او...