تصويرو سر دی چوپه خوله غږيږم
څه خبر يې لکه شمع پری ژړيږم
داناترسه زمانه شو راته سترګۍ
پټه زړه کې اوس خيالو سره اوسيږم
زه ليکواله شوم خو اوس هم پابندي ده
دنا کسو پيغورو ته ويلي کيږم
ستا يو يو خبره اوس هم را په ياد دی
زه دی تل د خاطرو سره لوبيږم
تاته ټولې افسانې دمينې ښايم
دقسمت سپيره کتاب ديم دا وايم
درنه نه ځمه دکلي مازديګر يم
د کوکنار دګل رنګو کې يو نظريم
ليونيه ستا خيالونه را سره دي
ستاد مينې ټول نکلونه را سره دي
ستاد زړه دحاله اوس هم ښه خبر يم
بيلتانه کې زه لتانه هم اوتريم
تصويرنه دی په سترګو ښکلومه
زړه صندوق کې به يې زړه په شان ساتمه
دقسمت سپيره کتابه يادوم دی
دحفيظ يوورک ا رمان په شان ساتم دی
17.06.2007
- wiar
مونږ لیدل په ډکو سترګود نښترو په شان ژڼيغټې غټې تورې سترګېله غرور او غیرت ډکېاوږدې غوړې ګوورې څڼېتاو کاږه نري بریتونهد تکبیر نارې ېې خولو کېڅه مسکي په دار ولاړ شولیو غلام جلاد ېې څنګ تهسپین کاغد په لاس ولاړ ووتاریخچه د هر یو ژڼي بیله بیله ېې لوستلههر یو ژڼی ګنګار ووصلیبیان ېې وو وژليد خپل ژوند په بدل واړوددې چم د هرې پيغلېعزتونه وو ساتليمیړني وو تریالي ووبس همدوئ د سر ژڼکي وومونږ غوښتل چې چیغې وکړوتندي ووهو په کاڼو...
17.06.2007
- wiar
راغلی په ځوانۍ دی نوی شور مې د سندرو بل شوی په زړګي کي نری اور مې د سندرو
چې ستا د ليوني غرور تندی ور ته راټيټ شو نظر يې راته مه کړې ، واه ، واه زور مې د سندرو
له هاغې ورځې ټولې جينکۍ رانه خوابدېخوره چې اوازه شوه لور په لور مې دسندرو
چې پيل يې ستا د نوم په دغو دوو تورو ونه کړم اهنګ يې شي ګونګی والوزي سور مې د سندرو
ياغي شانته( ارمان )مې د زړګي دی( لېونی )دی له هر پلو ځلېږي په...