درنو لوستونکو او لېکوالو سلامونه او ښې چارې!
په دې هيله چې روغ رمټ او سوکاله به ياست.
په دې اخرو کې زموږ د ليکوالو او شاعرانو ترمنځ خپلمنځي اختلافات داسې اوج ته ورسېدل چې هېڅ فکر يې نه کېده. که څه هم په لومړي سر کې دغه اختلافات د دوه تنو ترمنځ  په شخصي شکل وو چې   زما په اند پايلې يې  ډېرې خطرناکې نه وې خو اوس دغو اختلافاتو ډله ييز شکل غوره کړی ، چې زما په اند اوس دغه اختلافات ډېر خراب حالت ته رسېدلي دي او که مخه يې ونه نېول شي نو خدای ناخواسته لکه د ټوپکسالارانو  غوندې به سبا زموږ د ليکوالانو هم خلک کرکه او نفرت کوي، ځکه هغوی هم د خپلو شخصي ګټو په خاطر افغانان ووژل او زموږ يو شمېر لېکوالان د خپلو ګټو په خاطر ځوان استعدادونه وژني او بې ځايه يې مصروفوي.
راځی چې لومړی ددې اختلافاتو لاملونه پيدا کړو او بيا د حل لارې وڅېړو، چې په همدې اړه
 د سپين غر وږمې پاڼه  غواړي  د بحثونه يوه لړۍ شروع کړي چې دا د همدې لړۍ لومړۍ کړۍ ده، خو په دې لړۍ کې ستاسو نظرونه او وړانديزونه ډېر اړين دي، هيله ده  په خپلو نظرونو به دا لړۍ تانده وساتۍ. زموږ ددې اوونۍ پوښتنه داسې ده : 
 پښتانه ليکوال اوشاعران ولې په خپلو کې ستونزې لري او خپل ارزښتناک وخت يوازې په مخالفت تېروي؟   هيله ده په دې اړه خپل نظرونه راولېږی .
مننه
وياړ