دشمشاد زړګي سره ننګرهاره

د خيبر نه دنيولې ستا تر ښاره

دکونړ دسيند څپو سندری واوره

د سپين غر نه اباسينده پورې ستايه

غليمانو ته دی سپينه توره ښايه

جګ شمله کې په نړي خلکو ته وايه

ستا په غيږ کې اتلان سندری وايي

دا خوږ ژبی شاعران به دې تل ستايې

ته دسولې ښه زانګو يې په ما ګرانه

اې زما دماشومتوب خوږه ارمانه

امريکه ،يورپ ،پاريس لتانه جار شه

د خيوئ نه دی نيولې ستا تر ښاره

ماخاپوړي تاکې کړي هير مې نه يې

ستا يادونه راسره دګلو هاره

په الماس دکاناډا به دی ورنکړم

که هرڅومره دی لمن وي ډک له خاره

ستاله غيږي نه غيرت مې دی راوړې

د امير شهيد او خان غفار مزاره

سل سلام به دی کومه زياتو ته

د حفيظ دعقيدی ښکلې نګاره

د اميرشهيد څخه مطلب دننګرهار داميرشهيد زيارت او داميرشهيدباغ دی