زما یو شاعر ورورته
وا شاعره، غرنیه
د چینو او رود ملګریه
د نښترو ،زړغونځیو
په شڼا باندې میَنه
د( بزرګې ) د سر ستوریه
په (رڼا) باندې میَنه
چرته لاړې تاته وایم
نابلده بې توښې یم
د سندرو په صحرا کې
نه مالوم راته پلو دی
نه هم لاره د منزل مې
نه هم خدای شته که پیدا کړم
زه مې بیرته د تلو لاره
دا نو کوم خیل ملاتړ ؤ؟
چې په ورکه لار دې پریښوم
٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫
هۍ افسوس دی ښه مې یاد دي
چې مې خیال کې هم دا نه وو
چې یو پل خو به زه واخلم
د سندرو پدې لاره
وا شاعره پوهیدمه
چې دا لار ډیره اوږده ده
بې توښې او بې څاروانه
پرې مزل څه اسان نه دی
ښه پدې هم پوهیدمه
چې زما غونتې جینۍ ته
چې له کوره ،له ګودره
یو پل ها خوا تللې نه وي
نو دیوان د پيغورونو
بلاګانې د شکونو
خو له لرې لارې څاري
٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫
خو چې دریغه د غزلو
ښاپیرۍ درسره مخ کړم
د روحونو مو سپيڅلې
د خدای نوم په شانته پاکه
جنتي ښکلې ریشته شوه
خو یو ورځ چې د سندرو
په منزل پسې قیصه شوه
تا ټټر په غربیدو کړ
هم دې ژمنه کلکه وکړه
ملا دې وتړله ټینګه
ویل دې ځه (خورکې) درومو
تر منزله به دې بوځم
نو هماغه ؤ شاعره
ته څاروان زه دې کاروان شوم
٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫
خدای منې چې وا شاعره
ما ځولۍ ځولۍ دوعاوې
په هر پل دي درته کړي
کاش چې تا زما په سر وای
ټول سپين غر راغورځولی
خو بس دریغه زه دې داسې
نیمه لار کې پریښې نه وای
وا شاعره ، غرنیه
چرته درومې تاته وایم
ته خو دومره مې کړه پویه
چې نو څه و دومره لویه
له ما داسې خطا وشوه
چې ېې ته ودې ته اړ کړې
چې په نیمه لار مې پریږدې
٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫
راشه راشه وا شاعره
اور دې پورې په منزل وي
د سندرو په مخ خاورې
زما او ستا د جنتونو
د لوی خدای له نوم راغلې
یوه ډیره مبارکه
او سپيڅلې شان ریشته ده
خدای ته وکسه که دې پریښوه
ته او خدای که به رانغلې
۲\\۸\\۲۰۰۶
بلینډه بدرۍ پيښور