په اوږو د څڼيورو ژڼو بار وه
په نرګسو، په ګل پاڼو کې وه پټه
تماشې ته ېې سپوږمۍ د څوارلسمې
راولاړه په سلګو په لوړو غرونو
د رڼو ستورو راڼه زړګوټي چاود وو
ځرځې سترګې ېې وې پاتې هکې پکې
هم په وير وې مرې ناستې په رغو کې
د بلبلو اود مستو مستو زرکو**** ****
په اوږو د څڼيورو ژڼو بار وه
په نرګسو، په ګل پاڼو کې وه پټه
له هر خوا ګلر نګې پيغلې دنګې پيغلې
ډېوه ګۍ ېې په لاسو کې راولاړې
ټول سپين ږيري لاس په سترګو وو راناست وو
د تيارو تيارو جونګړو دروازو کې
ما شومانو وو لاسونه په سر ايښي
هم ژڼکي ولاړ هر خوا وو ټيټ سرونه
بنګړي ګونګ وو د پيغلوټو مړوندو کې
زولنې د ليونيو وې بت پاتې
د چينې هاغه مست چړ و داسې چوپ و
لکه چا چې ترې د شړ ژبه وي غوڅه
هم جنډې د شهيدانو ژڼو داسې
ساه نيولې هکې پکې وې ورپاتې
لکه کومې بلا بو وي پرې ور کړي*** ***
په اوږو د څڼيورو ژڼو بار وه
په نرګسو ،په ګل پاڼو کې وه پټه
سپين کفن ېې نيم په مخ وداسې پروت و
لکه وريځې چې راټولې په سپوږمۍ وي
زيړۍ زولفې ېې بادونو رپولې
د هر چا له مخ ېې ورو ورو تيروله
دونياګۍ د ارمانونو ړنګيدلې
کړنګيدل را غورځيدل په ما تم غرونه
پرې همزولو دنګو پيغلو له هر خوا نه
له پيڅکو سرې ګل پاڼې راشيندلې
د اتڼو په ډګر ورپسې ژڼي
قطارونه وپه داشانې ولاړ شول
لکه جنګ ېې وي بايللي
يا په زړو ېې وي خوړلي
د تيرو غشو دلې وي
پسې بره په اسمان کې هر يو ستوري
هر نښتر ،هرې وابښتې( منډهير) کې
له راغو نه هرې زرکې او بلبلې
پسې تتو ډيوګو وو نيت تړلې
له هر ځاي له هرې لارې او بلۍ نه
هرې پيغلې په سلګووو نيت تړلې
جنازه وه د ځوانمرګې ،جونو ميرې؟
که ډولۍ وه تله د حورو لوي وطن ته۷،۷،۲۰۰۳
ځاځي اريوب