ای يادونو! يو ځل بيا مې ميلمنه کړئ
ها د ناز او محبت نه ډک محل ته
 ماشومتوب مې را په زړه کړئ
 زما همزولې٠٠٠٠زما نانځکې
 ها کورونه چې به جوړ مو کړل له خاورو
ها خبرې سوچه مينه
ها سپيڅلی محبت مو
 ها ماشوم ماشوم کتل مو
 ها خندل مو پټيدل مو
 ها خوښي مو ها ژړل مو
 په باران او يا په واوره
له خوښۍ نه
             ها ټوپونه نڅيدل مو
 ای يادونو يو ځل بيا د خيال څپوکې
 د غمونو له نړۍ نه مې راباسئ
 څو شيبې مې په جنت د وړکتوب کې
                                    بيا ميشته کړئ