راليږونکی :MOHAMED SHAFIQ KAKAR
د راليږونکي پته :shafiqkakar@yahoo.com
نيټه : 17-04-2007
السلام عليکم ٠
سلام او احترام قدرمند وروربريالی وياړاو ملکري .
ګرانه وروره دپا ڼي جو ړولو درته دزړه دکومي مبارکي وايم او کاميابي درته هميش دلوي خدايه غواړم٠ ډير د خوه ښۍ او خوشحالۍ او د ډير فخرځاي دي چه تاسوغوندي دپښتون ځوان غږ تر ټولي دنيا وره سيږي او دپښتو اوپښتنو سرمايه لازياته شي ٠ ګرانه خبري ډيري سر يي يو دستاسو او ټولو پښتنو د کاميابۍ او سرلوړۍ په هيله٠
د ستاسو پښون ورور
MOHAMED SHAFIQ KAKAR
WASHINGTON DC USA
راليږونکی :mir arabshah chamty
د راليږونکي پته :sadat-polad@hotmail.com
نيټه : 17-04-2007
د سلا مونو په وړاندې کولو او لا برې په هيله د سپين غر د ويب پا ڼې د مشر او کا ر کو ونکو په ادرس نيکې هيلې وړاندې کوم او مبا رکې عر ض کوم . پښتو ن قو م ته خد مت د هر پښتو ن وظيفه ده سر لو ړې او بر يا لې و و سۍ. مير عر ب شاه چمتو په ډ نما رک کې .
راليږونکی :محمد کبير حقمل
د راليږونکي پته :haqmal_stanekzai@yahoo.com
نيټه : 17-04-2007
ښاغلى وياړ! د ويبلاګ مبارکي درته وايم خداى دې درته د اسلام او افغان ولس د خدمت وياړ در په برخه کړي. ښکلى ويبلاګ مو په ليکه کړى خداى دې وکړي لکه اوس چې ځلانده ده همداسې ځلانده يې وساتې.
که رښتيا درته ووايم د پښتو په برخه کې هر پرمختګ مې زړه ته نوې خوښي رابښي، ستا ويبلاګ هم په انلاين رسنيو کې د پښتو يوپرمختګ بولم او مبارکي يې درته وايم.
زه چې کله دومره پښتانه او د هغوى په لاس ادب او سياست کې داسې شهکارانه ويبلاګونه وينم نو د پښتو د پرمختګ او پراختيا هيله راته پيدا کيږي، ماته د پښتنو د ستر نيکه بيټ نيکه شعر را په ياد شي( داوګړي ډير کړې خدايه! لويه خدايه لويه خدايه!
خداى دې د بيټ نيکه په دعا کې برکت واچوي او دا اتل قام دې خداى ددې تاريخي ځمکې په سر له زوال سره نه مخ کوي.
ګرانه نور دې وخت نه نيسم
که ريښتيا درته ووايم د ويبلاګ په ليدلو دې خوښ شوم .
هيله ده کله کله زما له ويبلاګ نه هم ليدنه وکړې. هغه ستا ويبلاګ غوندې ښکلى نه ده خو بيا هم د افغان ځوريدلي او اسلامي امت د زړه غږ کله کله ترينه را ووځي. هيله ده ملګرو ته يې هم د ليدلو ووايې
پته يې داده www.ghbargon.blogfa.com
هيله ده چې په پښتو ادب کې لا هم هڅاند او ځلاند و اوسې
د ليدو په هيله
حقمل
کابل
ويسا ورځپاڼه
راليږونکی :angaar
د راليږونکي پته :angaar333@yahoo.com
نيټه : 17-04-2007
وياړ صيب سلامونه مې ومنئ! ددغه ښکلي ويبلاګ مبارکي درته وايم ، له لوی څښتن نه موپه تمامه مانا بريالی غواړم. خو ګوره وروره چې داند پشان نه شې تکړه شه سم کار وکړه(خندا)
اوس چې له ټول افغان سره پوخ انډيوال شوې نو داسې کوه چې يونيم خبر هم چې په ګوتو درته رالېږه يې لکه دغه دننګرهار بهير خبر
راليږونکی :عارف بختیار
د راليږونکي پته :smohammad.ana05@mod.gov.af
نيټه : 21-05-2007
دسپین غر پانی چلوونکوته سلامونه په گدیو گدیو دعاگانی په لپو لپو
زه عارف بختیار دکندهار دمیدان هوایی نه تاسی ته ایمل درلیژم خدایی دی وکری چی راته خپورهم کری دستاسی پانه می بیخده حوشه شوه په ادبی مینه ایمل درلیژم .
وسلام عارف بختیاردکندهارنه
راليږونکی :زهير شينواری
د راليږونکي پته :stzaheer@hotmail.com
نيټه : 08-05-2007
وياړ صيب اول خو درته د سپين غر بلوګ د پرانستلو مبارکۍ وړاندې کوم . هيله ده چې په پوره برياليتوب په مخ لاړ شي.
راليږونکی :نورالله
د راليږونکي پته :Noorullah.ahmadi@MoD.gov.af
نيټه : 26-04-2007
سلا م زه نورالله اندړ خپل ده مینه دک سلامونه تاسو او ستاسو کارکونکو ته وړاندی کوم
راليږونکی :محمدصابرعزيز
د راليږونکي پته :saber_aziz@yahoo.com
نيټه : 19-04-2007
ديتيم اوښکي
دشهيد په مزار ناست ځويتيمان د ي
ورځي شپي مياشتي کلونه انتظاردي
دخپل تللي پلار راتلو ته شيبي شماري
دسرتوري مورپه غيږ کې په ګيريان دي
لوږي تږي سرسرتور بربربنډي پښي دي
ناست تر شنه آسمان دلاندي حک حيراندي
مور نه هره شيبۀ غواړي دسيني پاکې شيدي
مور دلوږي نه سينه کې ورک پستان دې
کلي کور کې يې ځوک نه پريږدي په آرامه
وايې ورک دشي بې پلاره ماشومان دي
ربه ته په دي بيوزلو و رحميږي
ستا دلار ي دشهېد معصوم بچيان د ي
کونډه مور يې په کورو خيرونه غواړي
په سپين تندي باندي يې نښي دايمان دي
چې ((عزيز)) دا نن حالت دخلکو ګوري
له جهانه راته ښه ټول شاعران دې
راليږونکی :hewaddoost
د راليږونکي پته :hewaddoost@hotmail.com
نيټه : 18-04-2007
ګران او ځوان فرهنګیال ښاغلی ویاړ صاحب !
سلامونه درواخله ، ښز چارې او بری .پرون له یو افغانستاني سره په خبرو اخته وم ، د نورو خبرو تر څنګ هغه راته کړل چې : (( دېر یا زود زبان پشتو نابود شدني است )) ، هغه ته چې ما څه ځواب ورکړی ، په هغه به دې څه سرخوږوم خو په همدې چرتونو کې مې پرون شپه ستاسو ښکلې پاڼه تر سترګو شوه ، خدای شته ډېر خوښ شوم او په دې سره مې ددغه شان دښمنانه ګروهو پر وړاندې منطقي ځواب وموند ، دا ژبه ، دا زموږ خوږه او تاریخي او بډایه ژبه به څنګه ورکه شي چې د ویاړ صاحب په شان خادمان لري .شکر دی اوس پښتانه فاضل او پوهاند ملګري له هر سیال سره ښه په نره سیالي کوي .زما په ګروهه پښتو ښه په بره روانه ده او دا دی تاسو یې لا لوړتیا ته مټې رانغښتي .زه ډېر خوښ یم او سبا به هماغه (( افغانستاني )) ووایم چې : (( دېر یا زود آن هم نه چندان دېرې دېر ، زبان پشتو جایګاه اصلي خود را در کشور ګویندګانش او منطقه و جهان خواهد ګرفت ،این زبان شېرین آریایي در اوج پېشرفت خود در تکامل او درخشش است ....))
دغه ویاړ ستاسو په شان واړمنو کسانو زموږ ژبې ته وربښلی ،مبارک مو شه ، همداسې بېداره او خوځنده اوسئ .د خپلې ژبې د ویونکو ترمنځ ټول توپیرونه او خوابدۍ ورکې کړئ . الله درسره مل دی .بری مو زما هیله ده .
په مسلکي مینه
یوسف هېواددوست
کوپنهاګن
د ۲۰۰۷ د اپریل ۱۷
راليږونکی :ذاکر برميال
د راليږونکي پته :barmyal@hotmail.com
نيټه : 17-04-2007
ګرانه وياړه !
تر هرڅه د مخه درته دپاڼې په پنځونه مبارکي ووايم.
او بيا درته د نورو برياليتوبونو غوښتونکی يم .
ذاکر برميال وويانا،استريا
راليږونکی :عبدالصمدروحاني
د راليږونکي پته :rohani222@yahoo.com
نيټه : 17-04-2007
ښاغلي وياړ سلامونه اونيكي هيله مې ومنه !
په ټول افغان ويب پاڼه كې مي يوه خبرتيا ولوستل چې وايي دسپين غر ويبلاګ په ليكه شوو .
له دې وړاندي مې دسپين غر په نوم دژورناليست ابراهيم اميري ويبلاګ كتلي وو http://www.worbal.com/spinghar/ نه پوهيږم دغه ستاسو دويبلاګ نوم چې هم سپين غر دي لوستونكي به يې څنګه توپير وكړي پوښتنه مې داده چې ايا نوم به يې تكرار نه وي .
مننه
صمدروحاني
كندهار افغانستان
راليږونکی :?????
د راليږونکي پته :malyar_ah@yahoo.com
نيټه : 17-04-2007
?ږی ???ګی
?? ?? ???? ګ??? ?? ?ڼ? ???ګ?
??ی ???? ګ??ی ?? ?ږ? ??? ګ?
???? ????ی ?? ?????? ښ???ی
?ږ ?ړ? ځ?? ??? ?? ?ښ??? ???ګ?
???? ???? ?? ???ی ??????? ?? ?ی ???ږ
ځ?? ?? ?? ???? ?? ??ږ? ???ګ?
ګ??? ? ????? ????? ?? ړ?ګ ???
??? ?ی ??? ګ? ځی ?? ?? ??? ??? ګ?
?? ? ډ????ډ ?ځ?? ??ښ? ??
څ? ?? ???? ګ??ی ?? ?? ?ړ? ???ګ?
????? ????ی ???ږ ??? ?? ?ړ?ګ?
???ږ ېی ښ???? ?? ??? ?? ???ګ?
??? ?? ?ی ???? ??? ? ???? ( ????? )
??ړ ?? ?ی ???? ?? ?? ???? ???ګ?
راليږونکی :azad
د راليږونکي پته :azad_maluk@hotmail.de
نيټه : 27-05-2007
ګرانه بريالی وياړ !
ستا لپاره د روغتيا تر څنګ دنوروبرياليتوبونو او وياړونو هېله لرم .
نن چې له خوبه پاڅيدم د نورو سهارونوپه پرتله هسې بل شانته زړه رښکونکې وږمې خورې وې .شاو خوا مې وکتل دکور تر څنګ مې د(( راين))١ له څپو وپوښتل چې څه دي؟ هغې د((الپ )) ٢ دلوړو سپينو څوکو زړې ببولالې سر کړې وې . ورڅېرمه په لوړو نښترو پوښلی شين ځنګل هم ،د اتلانتا د توپانو په وير اخته وو. ستړی راستون شوم .د کور دمخې سره غوړېدلې ګلاب مې، د پرښې په شان رڼې رڼې اوښکې تويولې . هک پک شوم چې داڅه وينم ؟ ويلې : دا د(( سپين غر د وږمو)) دخوشالۍ اوښکې دي .
آزاد
د مۍ ٢٧ مه
١ــ د(راين ) دريا د سويس له غرونو سر چينه اخلې د سويس ،جرمني او هالينډ نه تيريږي او د شمال په سمندر کې تويږي .(١٣٢٠ کيلومتره)اوږدوالی لري چې يوازې ٨٦٥کيلومتره په جرمني کې مزل کوي . د ا دهغه دريابونو له ډلې نه شمېرل کيږي چې د سوېل نه د شمال په لور بهيږي .دا يو تجارتي دريا دی چې درنې بېړۍ پکې تګ راتګ کوي .
٢ ــ د(الپ)غرونه ١٢٠٠ کيلومتره اوږدوالی او د ١٥٠تر ٢٥٠کيلومتره پورې پلنوالی لري ، سلوانيا،اتريش،ايتاليا،سويس او فرانسه سره نښلوي اولوړه څوکه يې مونت بلانک ( Montblank)نوميږي چې ٤٨١٠ متر ، لوړ والی لري .