کوکو راڅخه  پټ   کړي  هره  چکه  رانه  واخلي
زما دلوبو کور، ها وړه مځمکه  رانه واخلي

زما په وس چې نه وي نور د ناز دا غلامي ېې
نو واړه ها راکړې ځل ځولکه  رانه واخلي

هغه ښکلی ماشوم راشي ، چې غوږ کې دې څه وايم
زه غوږ چې ورنيزدې کړم دئ مچکه رانه واخلي

لينده ېې وي پخپله خدايزده چرته ورکه کړي ؟
څپېړه ماته راکړي ,او لانځکه رانه واخلي

ګونګۍ مې شي سندرې واړه توري مې تربت شي
يو څوک چې د نغمو ښکلې ملکه رانه واخلي

راځه بس بلينډه به داسې نه وي تل روښانه
يو ځل که دا وختونه اور بلکه رانه واخلي

١-٤-٢٠٠٣